طالبانو ته د سولې په خبرو کې د برخې اخيستنې لپاره لارې چارې لټول کيږي.
په اسلام اباد کې په دې اړه په جوړې شوې غونډې کې پريکړه وشوه، چې د طالبانو يو شمېر مشرانو ته دې خوندي چاپيريال برابر شي، د هغوي امنيت دې وساتل شي او د ويزې په څير ستونزې دې هوارې شي.
اسوشيتد پريس اژانس د مسوولو کسانو په وينا څرګندوي، چې افغانستان، پاکستان او د امريکا متحد ايالتونو دا مساله وڅيړله، چې څرنګه د طالبانو مشرانو ته د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره لاره هواره کړي.
د طالبانو ګڼ قوماندانان د دوي د مشر ملامحمد عمر په ګډون داسې باور کيږي چې په پاکستان کې ژوند کوي، د همدې لپاره د سولې په خبرو کې د اسلام اباد همکاري د ډيرو په باور ضروري ده، پاکستان د طالبانو رژيم هم په رسميت پيژندلي و او له هغوي سره يې ښه اړيکي و.
د امريکا او افغانستان حکومتونو پاکستان هڅولي دي، چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي. دغه درې سره هېوادونه په دې باور دي چې روغه جوړه به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد له کورنۍ جګړې وژغوري، خو د سولې هڅې د کابل، اسلام اباد، واشنګتن او طالبانو ترمنځ د بې باورۍ له امله له ستونزو سره مخامخ شوې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې څرګنده کړه، چې طالبانو ته د سولې د خوندي چاپيريال د برابرولو مساله پرون په اسلام اباد کې د درې اړخيزې ډلې له لورې وڅيړل شوه. دغه ډله د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په وينا په اپريل کې جوړه شوې وه.
يوه امريکايي چارواکي، چې د دې غونډې په اړه يې خبريالانو ته د څرګندولو حق نه لاره، د نوم له اخيستو پرته اسوشيتد پريس اژانس ته وويل، کاري درې اړخيزه ډله پر دې غور کوي، چې د طالبانو کومو مشرانو ته بايد لاره ورکړل شي، د هغوي امنيت خوندي شي او د ويزې په څير ستونزې يې هوارې شي.
دغه امريکايي چارواکي د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې درې اړخيزه کاري غونډه مثبته وبلله.
امريکا تيرکال له طالبانو سره غير رسمي خبرې د جرمني په مرسته په پټه په قطر کې پيل کړې.
د اسوشيتد اژانس په باور اکثر دا مني، چې د قطر په خبرو کې د ګډون لپاره پاکستان يو شمېر طالبانو ته لاره هواره کړه، خو له دې خبرو روان ميلادي کال طالبان په شا شول او ويې ويل، چې امريکا له هغې ژمنې په شا شوه چې د ګوانتنامو له زندانه افغان بنديان خوشې کړي.
امريکا غوښتل، چې د ګوانتنامو له زندانه يو شمېر بنديان د افغانستان دننه يوه زندان ته وليږي، خو طالبانو د خبرو تر پيليدو مخکې پرته له څه شرطه د دغو بنديانو پر خوشې کيدو ټينګار کاوه.