د ازادۍ د اوونۍ دا بحث د افغان حکومت د کابینې په وروستیو بدلونونو څرخي.
ولسمشر کرزي د دفاع وزارت لپاره د کورنیو چارو پخوانی وزیر بسم الله محمدي، د کورنیو چارو وزارت لپاره د دې وزارت د عامه محافظت مرستیال، د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته حاجي دین محمد او د ملي امنیت عمومي ریاست ته اسدالله خالد نومولي دي.
د ولسي جرګې اداري پلاوي وویل، چې د دې کاندیدانو لست دوي ته هم ور رسیدلی دی.
په دې بحث کې دا څیړو چې دریو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست ته کاندید څومره وړ کسان دي، ایا د دوي په کاندیداتورۍ کې مسلک او پوهه په پام کې نیول شوې او که مصلحت.
راسره میلمانه دي:
۱- د ارادې ورځپاڼې مسوول مدیر او سیاسي څیړونکی حاجي سید داود
۲- د ولسي جرګې د وکیلانو د امتیازاتو د کمیسیون مشر شریف الله کامه وال
۳- د مشرانو جرګې غړی عبدالحنان حق ویون.