د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

هاکا: د ښځو پر وړاندې زیات زور زیاتی سیمه ایز پولیس کوي


بې سوادي، بیوزلي، له حقونو بې خبري او د رواجونو او دودونو حاکمیت هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي لاملونه ګڼل کېدای شي.

د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د لاملونو د څیړلو په مقصد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې، د ملګروملتو د مربوطې څانګې، اروپایې ټولنې پولیسو او لوې څارنوالۍ د استازیو په ګډون یوه ناسته جوړه شوې وه.

د« هاکا » یا له میرمنو او ماشومانو سره د مرستې د موسسې ريیسې
سیلۍ غفار وویل، له ښځو سره تر ټولو زیات زور زیاتی د سیمه ایزو پولیسو له خوا شوی دی.

سیلۍ غفار وویل، په تیرې یوې میاشت کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې پر ښځو د څلورو جنسي تیریو پیښې ثبت شوي دي:

«په دې وروستیو کې د سیمه ایزو پولیسو ډیرې کرکجنې پیښې لرو، چې په شمالي ولایتونو کې یې پر ښځو د څلورو جنسي تیریو پیښې ثبت شوي دي، خو دا چې د پیښو عاملین زورور دي، له بده مرغه قانوني چلند ورسره نه کېږي.»

په جوړې شوې ناسته کې د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون ريیسې فوزیې کوفي وویل، له افغان میرمنو سره زور زیاتی د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ادارو په لمسون ترسره کېږي:

«د سیمې هېوادونه دې نتیجې ته رسیدلي، چې که افغان میرمنې خپلو اسلامي او بشري حقونو ته ورسیږي، ستونزې به کمې شي.

بیوزلي، ناپوهي هم یولامل کېدای شي، خو د ګاونډیو هېوادونو استخبارات هم هڅې کوي چې د خلکو له بیوزلی او ناپوهی ګټه واخلي او په دې برخه کې لمسونې وکړي.»


راپورونه وایي په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی ډیر شوی چې د دوي وهل ټکول، په زوره ودول، په بدو کې ورکول، وژل، نفقه نه ورکول او داسې نورې ناخوالی په کې شاملې دي.

د ملګروملتو د سازمان د نفوس د صندق استازي ډاکتر لورانت زیسلر تاکېد وکړ، چې ټولې مربوطې ادارې دې په ګډه سره، د شته ستونزې اواري ته هڅې وکړي.

ډاکتر زیسلر وویل، د ښځو پر وړاندې زور زیاتي ته لږه پاملرنه کېږي حال دا چې دا یوه لویه ستونزه ده.

د کورنیو چارووزارت چارواکو وویل، د ستونزې مخنیوي ته یې اقدامات پیل کړي دي، د دې وزارت اداري مرستیال جنرال میرزا محمد یارمند له ټولو اړوندو ادارو هیله وکړه، چې په دې برخه کې دې ګډ اقدامات وکړي:

«وقایه له درملنې ښه ده، موږ باید د هېواد په بومي سیمو کې دا فرهنګ دود کړو، چې خلک د ښځو پر حقونو وپوهیږي، تدابیر باید له کورنی نه پیل او په ښوونځي، ټولنې او د کار په ځای کې ونیول شي.

د ښځو خوندیتوب ته باید پراخ او عملي پروګرامونه ترتیب او د اړوندو ارګانونو له خوا په ګډه سره پلي شي.»


راپورونه وایي، د ښځو پر وړاندې زور زیاتی او تبعیض پر کورنیو او ټولنې ناوړه اغیز کولای شي.

ځان سیزل، کور پریښودل، پر مخدرو موادو روږدیدل او داسې نورې پیښې، له ښځو سره د همدغو زور زیاتیو پایلې ګڼل کېږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG