د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۶

"که له ایران سره سوداګري بنده کړو، نو له اقتصادي بحران سره به مخ شو"

د امریکا د خزانې د وزارت یو هییت تیره اونۍ په کابل کې د افغان مرکزي بانک، خصوصي بانکونو او نورو خصوصي تجارتي کمپنیو له چارواکو سره وکتل او له هغوي څخه یې وغوښتل چې د هغو ایراني کمپنیو سره دې سوداګریزه راکړه ورکړه نه کوي چې لویدیځ پرې بندیزونه لګولي دي .

د رویټرز خبري اژانس د افغانستان د سوداګرۍ د خونو د مرستیال خان جان الکوزي له خولې وايي، تر اوسه د امریکا له خوا کوم مستقیم خبرداری نه دی ورکړل شوی، خو دی وايي که چېرې د امریکا د حکومت له خوا دا ډول کومه رسمي غوښتنه هم وشي، نو باور لري چې افغان حکومت به ورته غوڅ ځواب ووايي.

د الکوزي په وینا که چېرې امریکا پر موږ د ایران سره سوداګري بنده کړي نو موږ به له اقتصادي بحران سره مخ شو.

د رویټرز خبري اژانس په دې اړه په خپل راپور کې وایي، سره له دې چې د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسي اړیکې لړزانده دي، خو بیا هم افغانستان د خوړو، انرژۍ او نورو موادو د ترلاسه کولو په برخه کې پر خپل لویدیځ ګاوندي ایران ډیره تکېه لري.

د راپور په حواله د افغانستان د اړتیا وړ د ۱۵ فیصدو تیلو( چې د ایران څخه یې اخلي) په ګډون د دواړوهېوادونو ترمنځ د کال د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري کېږي.

څارونکې وايي، کله چې که په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان سره نورې بهرنۍ مرستې کمې شي، ښايي د ایران سره د دې هېواد سوداګري له دې هم زیاته شي.

راپور زیاتوي، چې د ایران درې سوداګریز شرکتونه داسې دي چې په افغانستان کې فعالیت لري او د امریکا له خوا پرې بندیزونه لګیدلې دي.

په دې کې ارین بانک ، د ایران د تیلو ملي شرکت او د ایران د عباس بندر دی چې ترې افغانستان ته ډیر مالونه تیریږي .

که چېرې بهرني شرکتونه چې د ایران د هغو شرکتونو سره چې لویدیځ پرې بندیز لګولی دی راکړه ورکړه وکړي په خپله له بندیزونو سره مخ کېدای شي .

د امریکا د خزانې د وزارت یو چارواکې لوک برونین خبریالانو ته ویلي، ده تیره اونۍ له افغان چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي چې د ارین بانک سره راکړه ورکړه نه کول او په دې برخه کې پاملرنه څومره مهمه ده، دا ایرانی بانک په کابل او هرات کې بانکې څانګي لري.

ایران وايي، د دې هېواد د تیلو په سیکټور د اروپايي ټولنې او امریکا بندیزونه چې ددې هېواد د جنجالي اتومي پروګرام له کبله دي د دوي د انرژۍ پر صاداراتو اغیز نه لري، خو د امریکا د خزانې د وزارت چارواکې برونین وايي، ایران د دې لپاره چې د بندیزونو فشار پرې کم شي د خپلې سوداګرۍ له دودیز مرکز بل خوا سترګې ښخې کړي دي .

نوموړي چې په کابل کې یې خبرې کولې وویل دا مهال ایران د بې سابقې فشار سره مخ دی او دوی د بندیزونو څخه د وتلو په ټولو ممکنو لارو غور کوي .

د ښاغلي برونین په وینا همدا ددې یو دلیل دی چې د امریکا متحده ایالات د افغان حکومت سره په دې اړه خپل همکاري زیاتوو .

د افغانستان د مرکزي بانک ریس نورالله دلاوري رویټر خبري اژانس ته ویلي دي چې د ارین بانک سره د راکړې ورکړې نه کولو مسله یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د ملي امنیت شورا ته راجع کړې ده . او اوس د هغو پریکړې او لارښونې ته په تمه دي .
XS
SM
MD
LG