د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

موسوي:حکومت دې د ټاکنو کمیسیون د مشر او غړو تبدیلي ته اقدام نه کوي


د مدني ټولنو شبکه د انتخاباتو د تشکیلاتو او صلاحیتونو د قانون له تصویبیدو د مخه د "انتخاباتو د خپلواک کمیسیون" د ریيس او غړو د تبدیلي لپاره هرډول اقدام مخکې له وخته او د اندیښې وړ ګڼي.

راپورونه وایي جمهور ريیس کرزي غواړي، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اوسني ريیس پرځای یوبل شخص وټاکي.

د مدني ټولنو د شبکې ویاند سید ناصر موسوي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ جمهور ريیس باید د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ریاست ته داسې شخص وټاکي، چې د مدني ټولنو، ملي شورا او اپوزيسیون رضایت په کې شامل وي:

"د افغانستان محترم جمهور ريیس دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ریيس پر ټاکلو څیړنې کوي، موږ غواړو لومړی دې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون قانون د ولسي جرګې له خوا تصویب او بیا دې د هغه د موادو له مخې اجراات وشي، همدارنګه که جمهور ريیس غواړي، یوشمېر وزیران تبدیل کړي باید نوې څیرې ورته غوره کړي."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیلاتو او صلاحیتونو قانون ولسي جرګې ته سپارل شوی خو تصویب شوی لانه دی.

د مدني ټولنو د شبکې ویاند دا هم وویل، که جمهور رییس غواړي، چې د کابینې په غړو کې هم بدلون راولي، هیله ده، چې په پا م کې نیول شویو وزارتونو ته نوي افراد وروپيژني، ځکه چې که یو وزیر د یوه وزارت په چارو کې کمزوري ښودلې اوسي، د بل وزارت په چارو کې به هم بریالی نه وي.

تردې مخکې د ولسي جرګې غړو هم اندیښنه ښودلې، چې جمهور ريیس غواړي، د خپل دفتر ريیس "عبدالکریم خرم" د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ريیس په توګه وټاکي.

خو د جمهوري ریاست چارواکي دا خبره ردوي او تش تبلیغات یې بولي.

د جمهور ريیس ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل:

"یوازې د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو او د ملي امنیت د ريیس ټاکلو ته مشورې روانې دي؛ خو د نورو ارګانونو د مسوولینو د تبدیلۍ خبره تش تبلیغات دي او واقعیت نه لري."

فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو اداره په دې نظر ده، چې د انتخاباتو د کمیسیون ریاست او غړیتوب ته باید داسې اشخاص وټاکل شي؛ چې کومې سیاسي او وسله والې ډلې سره تړاو ونه لري؛ په جرمونو تورن نه وي، تعلیم یې باوري او په دې کار کې د تجربې خاوند وي.

په افغانستان کې له دوه زره لمړي میلادی کال راهیسې د جمهوري ریاست او ملي شورا لپاره دوه ځلې انتخابات ترسره شول؛ خو ولیدل شول، چې دواړه انتخابات له نیمګړتیاو او درغلیو په بشپړه توګه پاک نه وو.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG