د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۲

د افغانستان جګړې د تروریزم خطر نه دی کم کړی

د امریکا په "کونسل آن فارین رلیشن" (Council on Foreign Relation) خپرونې کې د افغانستان د جګړې په اړه د یوې نظر پوښتنې په نتیجو باندې تحلیلې مقاله لیکل شوې او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

اکثرامریکایان په دې فکر دي، چې د افغانستان جګړې د تروریزم خطر نه دی راکم کړی. په دې توګه امریکایان نه غواړي، چې په عاجل ډول له افغانستان څخه ووځي او دا هم نه غواړي، چې د یوې نامعلومې مودې لپاره په دې هیواد کې پاته شي.

د امریکا اکثر خلک د جمهور رییس اوباما د هغه پلان ملاتړ کوي؛ چې غواړي، له اوس نه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې، په تدریجي ډول له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.

خپرونه لیکي، د افغانستان د جګړې په اړه د "ګالیپ" نظرپوښتنې څخه چې د ۲۰۱۲ کال مارچ میاشت کې یې کړې ده، څرګندیږي، چې په سلو کې ۵۹ امریکایان لا هم فکر کوي، "د افغانستان جګړه پر ځاي او په حقه جګړه ده. "

د "شیکاګو کونسل آن ګلوبل افیرز" موسسې د ۲۰۱۲ کال جون میاشت کې د خلکو د نظر پوښتنې لپاره دا پوښتنه وړاندې کړې وه: "د افغانستان د جګړې لګښتونو ته په پام، آیا دا جګړه د دې ارزښت لري، چی دوام ومومې؟" په سلو کې ۶۷ کسانو ویلي، دا جګړه په دې نه ارزې، چې دوام ورکړو. په سلو کې ۳۲ کسانو د جګړې د دوام ملاتړ کړی و.

خپرونې د نړیوالې پالیسۍ د پروګرام د رییس "سټیفن کوول" خبره راخیستې؛ چې وایي، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکایانو د نظرونو په راښکته کیدو سره سره، اکثر امریکایان نه غواړي، چې عسکر یې باید سمدستي له افغانستان څخه ووځي او یا دې د افغانستان د ماموریت موده دوه برابره را لنډه شي.

کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې، "ازبکستان چې د افغانستان د جګړې په ورو کیدو کې مهمه ونډه لري، بهرنۍ پوځې اډه نه غواړي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:

ازبکستان چې له امریکا سره د نږدې اړیکو ټينګولو ته لیوال دی؛ د روسیې او چین د خوشحاله ساتلو په مقصد یي پریکړه وکړه، چې په خپلې خاورې کې به د امریکا پوځي اډې ته اجازه نه ورکوي. چین او روسیه دواړه د مرکزي آسیا مهم او اصلي لوبغاړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د ازبکستان د مشرانو جرګې د آګست په دیرشمه پریکړه وکړه؛ چې هیڅ بهرنۍ پوځي اډې ته به په خپلې خاورې کې اجازه نه ورکوي.

ورځپاڼه لیکي، دا پریکړه ممکن هغه آوازې چپ کړي، چې وایي، تاشکند ممکن متحده ایالاتو ته اجازه ورکړې، چې د ګاونډی هیواد قرغزستان د هوایي اډې پر ځای چې اجاره یې په ۲۰۱۴ کال پای ته رسیږي، په ازبکستان کې اډه جوړه کړي.

ورځپاڼه لیکي، د ازبکستان د مشرانو د جرګې پریکړې دغه راز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له ماموریت څخه د ازبکستان د ملاتړ په اړه هم پوښتنې راپورته کړي دي.
XS
SM
MD
LG