د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د افغان حکومت ویب پاڼې د هکرانو له ګواښ سره مخ دي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکي د انټرنیټي سیستم د نه خوندیتوب په اړه اندیښنه ښيي.

دغه اندیښنه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر امیر زی سنګین د شنبې په ورځ په کابل کې د سایبر امنیتي استراتیژۍ د طرح د جوړولو په هدف په جوړه شوې غونډه کې څرګنده کړه.


د افغان حکومت په یو شمیر ویب پاڼو د هکرانو د حملو له زیاتیدو وروسته، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت غواړي چې د انټرنیټي شبکو د خوندیتوب لپاره یوه ستراتيژي جوړه کړي.

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، اوس د هیواد ادارې چارې تر یوه حده الکترونیکي شوي دي او د دې ویره شته چې ځینې اسناد د انټرنیټ له لارې ناسمو لاسونو ته پریوزي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر امیر زی سنګین د شنبې په ورځ د الکترونیکي سیسټم د مصوونیت لپاره د یوې ستراتيژۍ د جوړولو په هدف په جوړه شوې غونډه کې وویل؛ چې افغان حکومت دا مسله جدي نیولې او د حل کولو لپاره یې اقدامات کوي.

دغه ورکشاپ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له خوا د امریکا د کرنې وزارت په مرسته د څلور ورځو لپاره جوړ شوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د چارواکو په وینا په دې ورکشاپ کې به په الکترونیکي سیستم کې د خوندیتوب د ستراتيژۍ په هکله کار وشي.

دغه وزارت پداسې حال کې یو شمیر ویب سایتونو ته د هکرانو د حملو د مخنیوي په هکله خبرې کوي چې د دې وزارت په وینا څو اوونۍ مخکې د ځینو حکومتي ادارو

ویبپاڼې د هکرانو له خوا تر حملې لاندې راغلې وې.

څه موده مخکې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویب پاڼه هم د انټرنیټي حمله کوونکو له خوا تړل شوې وه.
بلخوا د معلوماتي ټکنالوژۍ یو کار پوه اسرار کریمزی وايي، د افغانستان د دولتي ادارو ویبپاڼې او پروګرامونه د هکرانو له جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه دوی عادي سافت ویرونه کاروي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې افغان دولت باید له ځانګړو سافټ ویرونو څخه هم کار واخلي:

د حکومت د اسنادو الکتروني کیدل، له انترنتي اسانتیاوو او مبایل نه کار اخیستل په هیواد کې له تیرو لسو کلونو راهیسې رواج شوی خو داسې ویل کیږي چې بیا هم پدې برخه کې ستونزې موجودې دي.

یو شمیر کتونکي پدې اند دي چې که افغان حکومت د الکترونیکي سیستم خونديتوب ته جدي پاملرنه ونه کړي نو ښايي د حکومت یو شمیر محرم اسناد د دولت مخالفینو او یا هم د سیمې د اسخباراتو لاس ته ورشي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG