د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

امریکا د افغانستان له کرنې وزارت سره ۶۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه


د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د تحقیقاتو او د کرنې د ترویج له پروګرام سره د پنځه شپیتو ملیونو ډالرو مرسته اعلان کړه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې دغه پروګرام د امریکا د نړیوال پراختیايي پروګرام په مرسته د کرنیزو تحقیقاتو د تقویې، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او په افغانستان کې د تحقیقاتي مرکزونو د بیا جوړولو په هدف پیلوي.

د کرنې وزیر محمد آصف رحیمي د شنبې په ورځ د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له استازي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل؛ چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي اداره په دې برخه کې پنځه شپیته میلون ډالره مرسته کوي.

ښاغلي رحیمي د کرنیزو تحقیقاتو او ترویج د پراختیا پروګرام د فارمونو د بیارغوانې په برخه کې ګټور وباله.

"دغه تحقیقاتي فارمونه چې تر بیارغاونې او تجهیز لاندې به ونیول شي؛ د بادام باغ، په بلخ کې د ده دادي فارم او په هرات، کندهار، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې دي چې بیا به ورغول شي.

په لومړي قدم کې به د شپاړس ولایتونو په پنځوسو ولسوالیو کې ترویجې خدمتونه یو ځل بیا پیل شي."


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي د تحقیقاتي مرکزونو او فارمونو د خرابیدو یو لامل په هیواد کې څو لسیزې جنګ بولي.

محمد آصف رحیمي وایي، سره له دې چې پدې برخه کې یې ډیرې هڅې کړي خو پوره نه دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د یو اس ایډ یا د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې ادارې مشر د کرنې په برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکوي او وایي چې دا مرستې د توکیو له کنفرانس نه وروسته له افغانستان سره د کرنیزو مرکزونو د پراختیا په برخه کې د امریکا تر ټولو لویه مرسته ده.

کینیا مشیتا وایي، چې د دې مرستو څلویښت میلون ډالره به د افغان حکومت د بودیجې له لارې او پاتې پنځه ویشت میلون ډالره به یې د دې ادارې له خوا په مستقیمه توګه مصرف شي.

"دغه پروګرام چې موږ د کرنې وزارت سره یو ځای پیل کړی دا په افغانستان کې یو تحقیقي او د کرنې د پراختیا په برخه کې یو پروګرام دی.

دا د کرنې وزارت سره زموږ یو ډول نوې مرستې دي او همدا پروګرام د امریکا
اړیکې د افغانستان د کرنې له وزارت سره نږدې کوي.

په دې پروګرام کې د کرنې وزارت د رهبري، پروګرام جوړونې او پلي کوونکې رول لري. خو په مالي برخه کې موږ له افغانستان سره مرسته کوو."


د رپوټونو له مخې وروستیو درې لسیزو جګړو نه یواځې دا چې افغانستان یې د کرنیزو تحقیقاتو له پلوه زیانمن کړی؛ بلکې افغانستان ته یې په ډیرو نورو برخو کې هم تاوان ورساوه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د کرنیزو تحقیقاتو او ترویج د پراختیا پروګرام یې په هیواد کې له پنځوسو ولسوالیو پیل کړی او په پام کې لري چې ټول هیواد ته یې وغځوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG