د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

پاکستان هم د بدرالدین حقاني مړینه تاييد کړه


پاکستان د پنجشنبې په ورځ تایید کړه، چې د حقاني شبکې مهم غړی بدرالدین حقاني د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی.

پاکستاني چارواکي وايي، چې حقاني د اګست په ۲۱مه نېټه په شمالي وزیرستان کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوی و.

یوه امنیتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د جرمني خبري آژانس ډي پي اې ته وویل چې بدرالدین حقاني د بې پیلوټه الوتکې له حملې وروسته سخت ټپي شوی و او له پېښې درې ورځې وروسته د اګست په ۲۴مه نېټه د ټپونو له وجې مړ شو.

بدرالدین حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د پخواني شوروي پرضد د جهاد په کلونو کې د حقاني شبکې بنسټ کېښود. بدرالدین د حقاني ډلې او هغې شبکې له مهمو مشرانو څخه ګڼل کېده چې د وسله والو ورځنۍ حملې تنظیموي.

د ډي پي اې آژانس د راپور له مخې د بدرالدین حقاني مړینه د سیمې د هغو اوسېدونکو له خوا تایید شوې چې د شمالي وزیرستان په شین خوړ سیمه کې د ده د خښولو په مراسمو کې حاضر وو. دوی وايي، بدرالدین حقاني د خپل وراره د قبر په څنګ کې چې هغه هم د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و، خاورو ته وسپارل شو.

امریکايي چارواکو، چې عموماً د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه خبرې نه کوي، ویل چې بدرالدین حقاني تروریست دی. د بدرالدین حقاني د مړینې په اړه طالبانو تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په عین حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې په بله قبایلي سیمه، باجوړ کې اتلس وسله وال مخالفین د پاکستان له پوځ سره د جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دا نښتې د باجوړ په باتوار سیمه کې، هلته چې د پاکستان د طالبانو د تحریک وسله وال فعالیت کوي، شوې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند د تلفاتو دا شمېره تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې په وژل شويو کې د دې ډلې دوه قوماندانان هم شامل دي.

د پاکستان په شمال لویدیځ کې تازه نښتې د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې د ناټو په هوايي حمله کې د ملادادالله په نوم د پاکستاني طالبانو د یوه قوماندان او د هغه د دولسو وسله والو له وژل کېدو وروسته په دې سیمه کې پیل شوي دي.
XS
SM
MD
LG