د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

ولسي جرګې د رحمت الله نبیل د لیرې کیدو په اړه غبرګون وښود


له دندې نه د ملي امنیت د رییس د لیرې کیدو د خبر له خپریدو سره سم ولسي جرګې اندیښنه وښوده، چې ښایي د ده په لیرې کولو کې د سیمي ځینې استخباراتي کړۍ لاس ولري.

د دې جرګې غړیو ویل، چې رحمت الله نبیل په تیرو نږدې دوه کلونو کې په امنیتي برخه کې ډیر کارونه کړي او باید د لیرې کیدو د علت په هکله یې دوي ته پوره معلومات ورکړل شي.

د دې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د چهارشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د رحمت الله نبیل کارونه وستایل او ویې ویل، چې دوي په دې اړه ډیر اندیښمن دي:

"د ملي امنیت د لوی رییس د لیرې کېدو په هکله ټولو سره تشویش دی، هغه واقعاً چې په لږ وخت کې ښې لاسته راوړنې لرلې، موږ په دې هکله ولسمشر ته یو رسمي مکتوب لیږو د ښاغلي نبیل د لیرې کولو علت ورنه پوښتو."

د ملي امنیت د پخوانی رییس امرالله صالح له لیرې کیدو وروسته رحمت الله نبیل څو میاشتې د ملي امنیت د ریاست د سرپرست په توګه کار کاوه او تیر کال یې له ولسي جرګې څخه د اعتماد رایې واخیستې او د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه وټاکل شو.

د جمهوري ریاست له خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې رحمت الله نبیل له خپلې دندې څخه لری کړی شوی ځکه چې د دې اعلامیې پر اساس د ملي امنیت هر رییس دوه کاله پدې ریاست کې کار کولی شي او د رحمت الله نبیل هم په دې پسټ کې دوه کاله کار ترسره کړی دی.

خو خپله رحمت الله نبیل د ولسي جرګې له غړو سره تر خبرو وروسته حاضر نشو چې په دې اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایي.

د ملي امنیت عمومي رییس پداسې حال کې له دندې لیرې کیږي، چې کابو یوه میاشت مخکې د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شول.

په ورته وخت کې د ولسمشر یو ه ویاند سیامک هروي ازادۍ راډیو ته وویل، چې ډیر ژر به د دفاع او کورنیو چارو کاندید وزیران ولسي جرګې ته د اعتماد د رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG