د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

په هرات کې د ایرانه راوړل شوي ماینونه ونیول شول


که څه هم د افغانستان په لویدیځ کې څو څو وارې داسې وسلې او مهات نیول شوي، چې له ایرانه وسله والو مخالفینو ته استول شوي، خو دا لومړې ځل دې، چې دا ماینونه د ایران له خاورې د انتقال په حالت کې نیول کیږي.

په هرات کې امنیتي چارواکي وایي، چې دا لس ماینونه له ایران سره په پوله په اسلام قلعه بندر کې په داسې حال کې نیول شوي، چې هرات ښار ته انتقالیدل.

د هرات د امنیي قومندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالحمید حمیدي رسنیو ته وویل، چې دا ماینونه د سمنټو او ګچو په بوریو کې ځای پر ځای شوي وو:

"دغه لس ماینونه له یو بار وړونکې موټر نه، چې له ایران څخه افغانستان ته راغلې وو نیول شوي. دا ماینونه د سمنټو او کچو په بوریو کې ځای پر ځای شوي وو. دا ماینونه په ایران کې جوړ شوي دي."

دا ماینونه پداسې حال کې نیول شوي، چې د همدې روانې میاشتې په څوارلسمه نیټه په نیمروز کې په څو ځان وژونکو حملو کې، چې د چارواکو په وینا د ایراني انتحاریانو لخوا شوې وې کابو څلویښت کسه مړه او له سلو زیات ټپیان شول.

په نیمروز کې امنیتي چارواکو او د ملي امنیت ریاست هم وویل، چې له دې حملو مخکې دوی یو شمیر ایراني انتحاریان نیولي او ځینې یی وژلي.

د نیمروز ولایت د امنیی قومندانۍ مرستیال عبدالرحیم څرګند ډول ددې بریدونو پړه په ایران واچوله او ویویل، چې د حملو تنظیموونکې یو ایرانې وو، چې عبدالستار نومیده:

"تر کومه ځایه، چې ثابت شوې، درې انتحاریان، چې نیول شوي ایرانیان دي، ددوی د اعترافاتو له مخې مشر یی عبدالستار نومیږي، چې ایران سروان اوسیدونکې دې او اوس وژل شوې دې. عبدالستار دغه کسان د انتحاري حملو لپاره نیمروز ته راوستي وو."

له بل لوري د افغانستان ولسي جرګې هم پدې حملو سخت غبرګون ښودلې وو او له افغان حکومت نه یی غوښتي وو، چې پدې اړه په کابل کې د ایران له سفارت سره جدي خبرې وکړي.

ددې جرګې ځینو غړو بیا ویلي، چې ایران پدې ولایت کې د ځان وژونکو حملو له لارې د وضعې د خرابولو هڅه کوي، څو د بیارغونې د ځینو پروژو مخنیوې وکړي.

خو له دې ټولو سره سره افغان حکومت لا هم پدې ټینګار کوي، چې ایران یی په سیمه کې تر ټولو ښه دوست هیواد دې او ښې اړیکې یی ورسره پاللې دي.
XS
SM
MD
LG