د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

"د موټرچلولو پرمهال د کمربند نه تړونکو سره به قانوني چلند وشي"


د ترافیکو ریاست مشر نظام الدین داد خواه
د ترافیکو ریاست مشر نظام الدین داد خواه
په افغانستان کې د ترافیکي قوانینو او اصولو له موجودیت سره سره د موټر چلولو پر مهال د کمربند د تړلو او په موبایل تلیفونونو د خبرو نه کولو په ګډون له اکثرو دغو اصولو سرغړونه یوه عامه خبر ده.

موږ چې په کابل ښار کې له کومو موټر چلوونکو سره خبرې وکړې ټولو د موټر چلولو پر مهال د کمربند تړل او په عین حال کې په موبایل کې خبرو نه کولو اصول ګټور وبلل خو هر یوه یې ویل چې خپله یې نه عملي کوي.

دا چې ولې، څو تنو یې آزادۍ راډیو ته علت داسې څرګند کړ.

"۱:- زما نوم محمد داود دی. د کمربند تړل ډیر ښه دی، د دې لپاره چې دا خو نړیوال قوانین او مقررات دي او باید عملي شي؛ د دې لپاره چې په خپله ډریور ته یې ډیره ګټه رسیږي.

۲:- زما نوم میرویس دی، موږ غواړو چې کمربند وتړو او زه یې هم تړم خو ځکه یې نه تړم چې خلک راباندې خاندي او ملنډې راباندې وهي."


یو شمېر ډریوران بیا دا هم ویل چې په دې اړه له هیڅ ډول ترافیکي مقرراتو نه دي خبر او نه هم د ترافیکو ریاست په دې اړه خبرتیا ورکړې.

خو د ترافیکو ریاست چارواکي وایي، چې په دې برخه کې قوانین او اصول شته او دوی یې په عملي کولو هم کار کوي.

د دې ریاست چارواکي وایي، چې د موټر چلولو پر مهال د کمربند تړل ډیر کله له موټر چلوونکو سره د حوادثو پر مهال مرسته کوي او د دوی د ژوند د ژغورلو لامل کیږي.

په کابل ښار کې ډیر کله دا هم لیدل کیږي، چې موټر چلوونکي د موټر چلولو پر مهال په موبایل کې خبرې کوي، چې کله نا کله دا کار هم د ترافيکي پیښو لامل کیږي.

د ترافیکو ریاست چارواکي وایي، چې دا دواړه د افغانستان په ترافیکي قوانیو کې شامل دي.

د دې ریاست مشر نظام الدین داد خواه د سې شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دا قوانین په ټولو موټر چلوونکو عملي کوي او هر هغه چا چې دغه قانون پر ځان عملي نه کړ نو قانوني چلند به ورسره وشي.

"دا زموږ ورځنۍ دنده ده. موږ دا موضوع په جدي توګه تعقیبوو، هره ورځ د قانون له مخې هر هغه کس چې له قانون نه سرغړونه کوي کمربند نه تړي او یا د موټر چلولو پر مهال په موبایل کې خبرې کوي؛ نو مونږ قانوني چلند ورسره کوو.

حتې موټر یې یوه ورځ له ځان سره قیدوو او که یې د ډریوری اخلاق ښه نه وو نو حتې موټر یې ورباندې دروو."


د افغانستان د ترافیکو ریاست مخکې تر دې هم په کراتو ټینګار کړی وو چې دا اصول باید مراعات شي، او ویلي وو چې سرغړوونکي به یې جریمه کړي.

خو د یو شمیر عامو افغانانو په وینا تر اوسه په هیواد کې دغه اصول او قوانین نه دي عملي شوي.

د افغان ډریورانو یوه لویه ستونزه د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول دي چې ډیر کله د ترافیکي پیښو لامل هم کیږي او د رپوټونو له مخې د پام وړ تلفات هم خلکو ته پکې اوښتي دي.

له کندهار نه د آزادۍ راډیو په یو تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي؛ چې یواځې په تیرو اوو ورځو کې په دغه ولایت کې پنځه اتیا ترافیکي شوي چې ۲۵۶ تنه پکې مړه او ټپیان شوي دي.

خو د ترافیک ریاست چارواکي بیا تل پدې برخه کې د خلکو مرسته اړینه بولي او وایي چې د ترافيکي پیښو د مخنیوي لپاره د خلکو او موټر چلوونکو مرسته هم اړینه ده.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG