د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۴

پاکستان به تر ډیره وخته د طالبانو ملاتړ وکړي


محور ورځپاڼې په کونړ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوې حملې کې د پاکستانیو طالبانو د یوه مشر مولوي دادالله په وژنې تبصره کړې.

محور لیکلي له دې وژنې داسې څرګندیږي، چې امریکا او پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړې کې یوې موافقې ته سره رسیدلي دي.

په مطلب کې د یوه افغان کارپوه نظر هم راخیستی چې وايي، پاکستان به تر ډیره وخته د طالبانو ملاتړ وکړي او یوازې هغه مشران به یې ووژني چې له ای اس ای سره موافقې ته نه رسیږي.

ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې سعودي عربستان له حزب اسلامي او حقاني شبکې سره په مذاکراتو کې منځګړیتوب کوي.

په مطلب کې د یوې غربۍ ورځپاڼې په حواله راغلي چې سعودي عربستان د طالبانو یو شمیر مشرانو د همدې لپاره وربللي دي.

ملي باور ورځپانې په همدې مسالې خپله سرمقاله کښلې.

د سرمقالې په یوې برخې کې راغلي، له سعودي عربستان نه له ډیرې مودې راهیسې د افغان افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د منځګړیتوب غوښتنه کیږي؛ خو د دې لپاره د سعودي عربستان شرط دا دی؛ چې طالبان باید له القاعده ځان بیل کړي.

ملي باور لیکلي، که سعودي عربستان ریښتیا هم له وسله والو مخالفینو سره د مخنګړیتوب رول ومني؛ نو دا به د سولې په برخه کې یو لوی ګام وي.

ورځپاڼې لیکلي له سعودي وروسته بیا افغان دولت کوم بل انتخاب چې د سولې خبرې دې په کې وشي، نه لري.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هلې ځلې څیړلي دي.

ورځپاڼې لیکلي جمهور رییس په دې وروستیو کې دوه ځلې په هغو کسانو د سولې غږ وکړ؛ چې په هېواد کې یې په جګړې لاس پورې کړی دی.

هیواد لیکلي جمهور رییس کرزي یو ځلې د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو په مراسمو کې او بیا په خپلې وروستۍ راډیویي وینا کې دغه غوښتنه مطرح کړه.

چراغ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې په افانستان کې یې د وسله والو مخالفینو پر ضد سایبر یا انټرنیټي حملې کړي دي.

ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې د حقاني شبکې مهم مشر او د جلال الدین حقاني زوی بدرالدین حقاني وژل شوی دی.

چراغ لیکلي، چې حقاني شبکې په وروستیو څو کلونو کې د امریکا او ناټو پر ضد تر ټولو لوی عملیات ترسره کړي.

ارادې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې ليکلي چې د هیواد امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي، د افغانستان د ولسي جرګې غړي او اکثره عام خلک په دې باور دي؛ چې د هېواد امنیتي وضعیت له بل هر وخت نه ډیر خراب شوی دی.

د ارادې ورځپانې د سرمقالې د لیکوال په باور، اوس د دې وخت رارسیدلی، چې افغان دولت او نړیواله ټولنه د افغانستان وضعیت له سره تحلیل کړي او په داسې لارو چارو غور وکړي، چې افغانستان له راتلونکي احتمالي ناورین څخه وژغوري.
XS
SM
MD
LG