د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۶

"میرحسین موسوي" د ناروغۍ له امله په یوه روغتون کې بستر دی


د ایران تر ټولو لوی اپوزیسیون مشر میر حسین موسوي
د ایران تر ټولو لوی اپوزیسیون مشر میر حسین موسوي
د ایران د اپوزسیون ویب پاڼو پر اساس ددې هېواد د تر ټولو لوی اپوزیسیون مشر میر حسین موسوي چې د 2011 میلادي کال فبروري میاشتي راهیسې په خپل کور کې نظر بندو، اوس د زړه د ناروغۍ له کبله د تهران په یوه نامعلوم روغتون کې بستر دی.

د اپوزسیون ویبپاڼې« د ایران زرغون ږغ » لیکلي دي، کله چې ښاغلی موسوي په روغتون کې بستر کړل شو، نو امنیتي ځواکونه روغتون ته ولاړل او په روغتون کې یې څارونکې کېمرې نصب کړې.

د موسوي سلا کار، ویاند« اردشیر ارجمند» ازادۍ راډيو« فردا» څانګې ته دا خبر تائید کړ.

ارجمند، چې په پاریس کې اوسیږي، د موسوي د خراب صحت پړه یې د ایران پرستر مذهبي مشر« ایت الله علي خامنيي» اچولې:

“موسوي وړاندې له دې چې په خپل کور کې تر نظارت لاندې ونیول شي روغ رمټ و، که موسوي ته هر څه ورپیښ شي نو« ایت الله خامنيي» به مستقیماً مسؤل وي.”

ویل کېږي، چې د موسوي میرمنه« زهرا رهنورد» له خپل خاوند سره په روغتون کې ده.

موسوي، د هغه میرمنه او د یو بل اپوزسیون مشر« مهدي کروبي» د 2011 میلادي کال فبروري راهیسې په خپل کور کې نظر بند کړل شول.

دا وروسته له هغه چې هغوي د ایران له خلکو وغوښتل، چې د عربو له قیام سره د ملاتړ لپاره د ایران لارو او کوڅو ته راووځي.

پرو سږکال په یو شمېرعربي هېوادونو کې په زرګونو عربانو د خپلو حکومتونو پر خلاف مظاهرې پيل کړې.

له هغه وخت راهیسې چې موسوي، د هغه میرمنه او مهدي کروبي په خپل کور کې تر څارنې لاندی نیول شوي دي، د حکومت په حکم له دباندې نړۍ سره هیڅ ډول اړیکې نه شي نیولای.

په ديرو لږ مواردو کې د هغوي د کورنۍ غړیو د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې له دوي سره لیدلي دي.

تیره اوونۍ د موسوي ویاند او سلاکار« ارجمند» د ملګرو ملتونو عمومي منشي « بانکې مون» څخه وغوښتل چې په تهران کې د ناپییلو هېوادونو د سرمشریزي څخه استفاده وکړي او له ښاغلي موسوي، د هغه د میرمني رهنورد او د یوبل اپوزسیون له مشر کروبي سره و ویني او په ایران کې د بشري حقونو د مداوم نقض په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي.
XS
SM
MD
LG