د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

په پکتیا کې د نجونو او ځوانانو د واده ارمان د ولور له امله په زړه پاتې


د نړۍ د پرمختګونو سره، سره ټولنه له پخواني دوديز حالت څخه راوځي، خو په افغانستان کې ځينې سيمې لا هم داسې شته چې خلک يې دودونو ته تر اسلام هم په درنه سترګه ګوري، پکتيا يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د ولور دود يې نجونې او ځوانان د ګډ ژوند له خوند اخيستو او د اسلام ورکړي حق څخه بې برخې کړي.

د پکتيا په لرو پرتو ولسواليو کې اوس هم داسې نجونې او ځوانان شته چې د واده ارمان يې د ولور له وجې په زړه پاتې دی، نه يوازې دا چې نجونې او هلکان د لوړ ولور اخيستو پرسر د واده ارمانجن دي، داسې کسان هم شته چې په کلونو، کلونو په خليج هېوادونو کې د ولور د پور پرې کولو له پاره مزدوري کوي.

نجونې او ځوانان په دې اند دي که چېرته واده د بشريت حق دی، نو دوي بايد له دې حق څخه بې برخې نه شي، د ولور په ځور د پکتيا د نجونو په نسبت ځوانان ډېر کړيږي، خو ځوانان په دې برخه کې پرته له مايوسۍ او کار کولو بله لار نه لري .

په ياد ولايت کې نجونې او د ښځو د حقونو غوښتونکې وايي، چې بايد د ولور د راکمولو او د دې دود په شرعي ډول اړولو له پاره جدي ګامونه د سيمې د قومي مخورو، ملا امامانو او د ټولنو نورو فعالو کسانو له لوري واخيستل شي، دوي وايي چې د ولور په نوم څه بايد وانه خيستل شي او يوازې شرعي مهر په واده کې دود وګرځول شي، په پکتيا کې د جندر مسوله انارګله وايي:

"دلته له اتو نه نيولې ان د ۱۲ سوه زره افغانيو په بدل کې نجونې خرڅيږي يا وديږي او وروسته له واده يې ژوند له کړاونو سره مخ بې مېړه تيريږي مېړه يې دلته د ولور پور نه شي ورکولی بيا خليج هېوادونو ته ځي او هلته پيسې ګټي او بيا پينځه شپږ ان ۱۰ کاله مزدوري کوي او د واده پور پرې کوي."

نوموړې دا هم وايي، چې د خپل مسوليت له مخې چې د جندر په برخه کې يې لري، د دې ولايت په لرو پرتو ولسواليو او مرکز ګردېز کې له خلکو سره ليدلي چې ولې په خپلو لوڼو دومره لوړ ولور اخلي:

"خلکو کې ډېر بد دود دی په تعليم يافته خلکو کې هم دا کار دی چې نجونې په لوړ ولور ورکوي، دليل يې دا دی چې که جلۍ ارزانه ورکړي نو بيا د خسر په کور کې ستغې سپورې ورته کيږي او پېغورونه ورکوي چې ته يې موږ ته خوشې راکړې يې، ته چا کولې نه او نورې، نورې."

يوازې انارګله نه ده، چې د جګ ولور په اړه خبرې راته کوي د دې ولايت د ښځو د پرمختيايي شورا مشره ماهر احمدزۍ هم ورته نظر لري او وايي:

"په دې ورځو کې بيخي تعجب کوم چې تر لس لکه افغانيو پورې په نجونو ولور اخيستل کيږي او دا بيخي ظلم دی، د اسلام د قوانينو او ټولنيزو اخلاقو په اصولو کې چې په نجونو او هلکانو کيږي."

نوموړې وايي، چې په پکتيا کې د ولور په اړه يو بل بد دود دا هم دی:

"اکثره وخت ۱۳کلنې او ۱۴ کلنې او يا لږ له دې لوړ عمر لرونکې/ ۶۰ کلن، ۸۰ کلن او يا پاخه عمر لرونکو کسانو ته د لوړ ولور په مقابل کې ورکوي او دې ته نه ګوري چې د لور اينده ژوند به يې څنګه وي او څه حال به لري؟ او يا که داسې نه وي او يو سړی واده وهم لري دوی ورته په بن د جګ ولور په وجه خپله لور ورکوي، معنی داسې نجونې خرڅيږي."

په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون د بشر حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د څانګې مشرې جميله يوسفزۍ په دې خوابدي وښوده چې په پکتيا کې د ولور په وجه نجونې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ګډ ژوند له نعمت څخه بې برخې دي، نوموړې زياته کړه :

"دا ظلم يوازې په نجونو نه په ځوانانو هم تحميليږي، ځوانان له کوژدې وروسته په کلونو،کلونو په خليج هيوادونو کې خوارۍ مزدورۍ کوي او بيا دلته راځي واده کوي او د واده نه څو ورځې وروسته يې بيا د پور پرې کولو په خاطر په خپله مزدورۍ پسې وځي، چې دا ډول دودونه په ټولنه کې ډېر بد دي، د دې له پاره بايد حد وي."

د
ولور دا شکايتونه په داسې وخت کې کيږي چې د پکتيا ولايت ګڼ شمېر ځوانان په خليج هيوادونو کې د مزدوريو له پاره شپې ورځې تېروي، د خلکو په خبره چې ډېر کسان يې په دوی کې د ولورونو د پرې کولو په موخه تللي.

داود تپان، پکتیا
XS
SM
MD
LG