د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

یونان د ترکيي سره خپله پوله د ناقانونه کډوالو پر مخ تړي


په داسې حال کې چې یونان د اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی بې کاري په کې زیاته شوې، دې هېواد په دې میاشت کې غیرې قانوني کډوالو په مخ د ترکېې سره د خپلې شمال ختیځې دوه سوه کېلومتره اوږدې پولي د تړلو پراخ کمپاین هم پیل کړی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، چې د دې کمپاین په لړ کې د یونان پولیسو خپلو دې سرحدي سیمې ته چې مخکې د پنځه سوو پوله ساتو له خوا اداره کېدې تقریبا دوه زره اضافي پوله ساتي استولي دي.

راپور وايي، چې د یونان دا پوله ساتي ځواکونه په روزل شویو سپيو او د شپي له خوا د لیدلو په وسایلو سنبال دي.

همدارنګه وړې کښتۍ ورسره دي، چې ۲۴ ساعته د ترکېې او یونان ترمنځ د ایوروس په سرحدي سیند کې ګزمي کوي.

دا هغه سیند دی چې یوازې سږکال په کې د یو ویشت غیرې قانونې کډوال ډوب شوي او مړه شوي او ګڼ شمېر نور نادرکه شوې دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، چې د یونان پولیسو په اتن کې هم د غیرې قانوني کډوالو خلاف یو کمپاین پیل کړی دی او هره ورځ د ښار په کوڅو کې د هغو غیرې قانونې کډوالو کتارونه لیدل کېږي چې د ډیرو لاسونه تړل شوي وي او د دې په تمه وي چې به بند کې تر هغې واچول شي څو چې بیرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

پولیسو ویلي دي، چې د اګسټ د میاشتې په سر کې یې د دې عملیاتو په ترڅ کې د اوو زرو کسانو هویت معلوم کړی دی او له دې ډلې اولس سوه یې بیل کړي چې باید بیرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

د یونان د پولیسو شمېرې ښيي، چې د ۲۰۱۲ م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې یو ویشت زره غیرې قانونې کډوال نیولې چې له ترکېې څخه یونان ته ور اوښتي وو.

له دې ډلې څخه شل زره اته سوه یو څلوېښت یې د همدې شمال ختیځ سرحد څخه یونان ته ننوتي وو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، چې دې غیرې قانوني کډوالو کې تر ټولو ډیر افغانان دي، ورپسې پاکستانیان او بیا بنګله دیشیان دي. همدارنګه د سوریې څخه د کډوالو شمیر هم په زیاتیدو دی.

د غیرې قانونې کډوالو په خلاف د پولیس دا عملیات د بشري حقونو د ډلو، سیمه ایزو چارواکو او ان د پولیس افسرانو د ټولنو له خوا د سخت انتقادونو سره مخ شوي دي.

ویل کېږي، چې د دې عملیاتو په لړ کې خپل سرې نیونې، وهل ټکول او د پولیس د ناسم چلن پېښې هم رامنځ ته شوي دي.

د بخښنې نړېوال سازمان له یونان څخه غوښتي چې د غیرې قانوني کډوالو خلاف دې دا کمپاین سمدلاسه ودروي.

ددې سازمان له خوا یزارکه ټیګاني په یو بیان کې ویلي، چې یونان د غیرې قانوني کډوالو د کنترولو حق لري، خو دا حق نه لري چې له خلکو سره دې د هغو د پوستکې د رنګ د توپیر له کبله د مجرمانو په شان چلن وکړ ي.

ټیګاني زیاته کړې، چې یونان د اقتصادي ستونزو او د غیرې قانوني کډوالو له ستونزې سره مخ دی خو د یونان د پولیسو دا عملیات د بشري حقونو د نړېوالو قوانینو مخالف دي او باید سمدلاسه ودرول شي.

خو د یونان پولیس وايي، چې د کډوالو حقونو ته درناوی کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د یونان اوریسټیډا د سیمې د پولیسو د مشر له خولې وايي، زموږ هدف دادی چې د غیرې قانوني کډوالو مخه ونیسو، انساني قاچاقچېان ونیسو، خو د کډوال حقونو ته درناوی مو لومړیتوب دی.

د یونان حکومت وايي چې د غیرې قانونې کډوالو د مخنیوي دې کمپاین یې کار ورکړی دی او په لومړۍ اونۍ کې یې په غیرې قانونې توګه یونان ته د اوښتونکېو کډوالو شمیر په سلو کې نوي کم شوی دی.

په راپور کې د یونان د پولیسو د یو ویاند کریستوز مانوراس له خولې ویل شوي چې د غیرې قانوني کډوالو پر ضد په دې هیواد کې دا پراخ عملیات د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي او د اوږدې مودې لپاره به دوام وکړي.

نوموړې ویلي دا په پراخه سطحه منل شوې ده چې یونان ته د غیرې قانوني کډوالو ایستل یوه ملي اړتیا او د ملي ژغورنې مسله ده.
XS
SM
MD
LG