د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۰

د څرخي پله له زندانه د اتو بندیانو د تیښتې هڅه شنډه شوې


د محابسو عمومي رئیس امیر محمد جمشید
د محابسو عمومي رئیس امیر محمد جمشید
د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو عمومي ریاست وايي، د څرخي پله له زندانه یې د اتو بندیانو له خوا د تیښتې هڅه شنډه کړې ده.

د محابسو او توقیف ځایونو عمومي رئیس امیر محمد جمشید ازادۍ راډیو ته وویل، دوي تیره شپه هڅه کوله چې وتیښتي خو بیرته نیول شوي دي.

هغه وویل، د پيښې په ارتباط د څرخي پله د مربوطه بلاک له نوکریوالانو نه هم څیړنې پیل شوي دي.

بل خوا وسلوالو طالبانو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ادعا کړې، چې تیره شپه پنځلس بندیان له زندانه تښتیدلي دي.

په دې اړه په کابل کې زموږ همکار احمدزبیر ژمن د محابسو له عمومي رئیس امیر محمد جمشید سره مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG