د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

په ترکیه کې چاودنې لږ تر لږه اته کسان ووژل


د راپورونو له مخې پرون د ترکیې په جنوب ختیځ کې د پولیسو یوه ماموریت ته نژدې چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.

چارواکو ویلي چې د سوریې پولې ته نژدې په غازیان تیپ ښار کې دا چاودنه موټربم چاودنه وه چې د ریموټ کنټرول په ‌ذریعه شوې.

د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو چارو وزیرې فاطمه ساهین خبریالانو ته وویل چې په دې حمله کې له شپیتو زیات کسان ژوبل دي:

(د پولیسو د ماموریت په ۲۵ مترۍ کې یوموټربم د ریموټ کنټرول په ذریعه وچول شو.

یوبس او د سیمه ییزې محکمې د کارکونکو د موټرپه ګډون، دوه نورموټرچې د پیښې له ځایه د تیریدو په حال کې و، ویجاړشول. اته تنه مړه دي، خدای دې وبخښي. ۶۶ تنه نورژوبل دي.)

په مړو او ژوبلو کې پولیس هم شامل دي.

ترکیې په غازیان تیپ کې یومرکز پرانیستی چې هغو سوریایي کډوالو ته نړیوالې مرستې راټولې کړي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پرضد د راپورته شوي خونړي پاڅون په ترڅ کې له دې هیواده تښتیدلي دي.

تر اوسه پورې هیچا د دې برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی. خو د واکمن ګوند د مشرمرستیال عمرچیلیک په خپله ټویټرانترنت پاڼه کې د کوردستان د کارګرانو( PKK) ګوند د دغه برید مسول بللی او ویلي یي دي چې دغه ډله مستقیما پرملکي وګړو په حملو سره هڅه کوي چې زموږ هیوادوال ولمسوي.
دغه حمله په داسې وخت کې کیږي چې د کوردي یاغیانو او د ترکیې د ځواکونو ترمنځ د هیواد په جنوب ختیځ کې په هغه سیمه کې چې ( PKK) یې د خودمختارۍ لپاره له نژدې دیرشو کالو راهیسې جګړه پیل کړې، نښتې سختې شوې دي.

چارواکو د تیرې دوشنبې د ورځې په سرکې عراق او ایران پولې ته نژدې په حکاري ولایت کې په بم چاودنه کې د دو ترکي عسکرو د وژل کیدو خبرورکړ.

ترکي چارواکو د دغې حملې مسولیت په ( PKK) اچولی دی.
XS
SM
MD
LG