د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

ولې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د پخوا په څېر نه لمانځل کیږي؟


د زمري ي اسد اته ویشتمه چې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره سمون خوري؛ یو ځل بیا هم د تیرو څو کلو په څیر د دولت له خوا په ډيرو لنډو مراسمو ولمانځل شوه.

ویل کیږي چې دا ورځ د یو لړ امنیتي ستونزو له امله نه لمانځل کیږي.

د هیواد دوستۍ او وطني سندرو په اوریدو سره د هر افغان په زړه کې د افغانستان د آزادۍ د جشن د لمانځلو احساسات راویښیږي.

مګر داسې ښکاري، چې د دې ورځې د لمانځلو په هکله احساسات کال په کال د خلکو په زړونو کې کمیږي.

د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو جشن سږکال هم د تیرو څو کلونو په څیر په لنډو رسمي مراسمو سره ولمانځل شو.

د دې لپاره چې پوه شو خلک د دې جشن د لمانځلو په هکله څه وایي؟ آیا دا ورځ لمانځي کنه؟ یو شمېر هغو سیمو ته لاړو چې په مخکې کلونو کې به دغه جشن په کې لمانځل کیده.

د عیدګاه جومات او مرنجان غونډۍ په شاوخوا کې چې مخکې به په کې د خپلواکۍ جشن لمانځل کیده د جشن د لمانځلو هیڅ نښې او نښانې نه لیدل کیدې.

یو شمیر عامو افغانانو آزادۍ راډیو سره په مرکه کې له دې ورځې بې خبري او بې علاقه توب د خلکو په خراب اقتصاد، د دولت په نه پاملرنې او امنیتي ستونزو پورې تړلي بولي.

"۱:- زما نوم محمد آجان دی. مخکې ډیر ښه وختونه وو، هغه وخت به د خپلواکۍ جشن لمانځل کیده او اوس بیخي نه لمانځل کیږي، اوس خلک هیڅ فکر نه کوي چې د خپلواکۍ ورځ ده.

ولې نه مونږ ددې ورځې د لمانځلو په ارمان یو.

۲:- زما نو عطاالله دی، د دې جشنونو په اصلي معنې خو یواځې په مخکې وختونو کې خلک پوهیدل ټولو د هیواد دوستۍ احساسات یې درلودل.

ټول خلک به ولایتونو نه کابل ته راتلل او په جشن کې به ېې ګدون کاوه، په چمن حضوري کې به خلک راټولیدل، اتڼونه به یې کول ډولونه بې یې وهل درې ورځې او شپې به میلې او جشنونه وو. خو اوس د وطن د دښمنانو له لاسه دا جشن نه لمانځل کیږي او بل خوا ته خلک هم په ډول ډول ستونزو کې راګیر دي. "


د شنبې په ورځ چې د هیواد د خپلواکۍ درې نویمه کلیزه وه، د کابل ښار سرکونه خالي ښکاریدل .

یواځې په ځینو ځینو ځایونو کې په یو شمیر لوحو د هیواد د خپلواکۍ په هکله ځینې شعارونه لیکل شوي وو.

یو شمیر کتوونکي په دې باور دي چې د خپلواکۍ د ورځې د جشن لمانځنې ته په تیرو څو کلونو کې د حکومت کمه پاملرنه ددې سبب شوې چې اوس ددې ورځې لمانځنې ته خلک هم ډيره پاملرنه ونه کړي.

لیکوال او څیړونکې حبیب الله رفیع وایي، چې باید دا ورځ د تیرو کلونو په شان په شانداره مراسمو سره ولمانځل شي.

"دا کارونه مدیریت غواړي چې مدیریت نه وي خلک پخپل سر څه نشي کولی پرون یو شمیر ځوانانو یوه ډله جوړه کړې وه په خلکو یې بیرغونه ویشل او د خپلواکۍ ورځ یې لمانځله.

بس یواځې یو ملي مدیریت ته اړتیا ده. زما غوښتنه داده چې د خپلواکۍ ورځ زمونږ د ویاړ ورځ ده او باید تر ابده پورې ولمانځل شي. "


امیر امان الله خان درې نوي کاله مخکې افغانستان له انګلیسیانو آزاد کړ.

خو ویل کیږي چې پدې وروستیو کلونو کې دولت نه شي کولای دغه ورځ د یو لړ امنیتي ستونزو له امله ولمانځي.

سږ کال هم ولسمشر حامد کرزي ددې ورځې د لمانځنې لپاره په لنډو مراسمو کې په کابل کې د ازادۍ د منار مخې ته د ګلو ګیډۍ کیښودې.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG