دا په افغانستان کې د مدني ټولنې او خیریه موسسو د فعالیت په اړه د فارن پالیسي خپرونې د مقالې عنوان دی.
خپرونه لیکي، چې هغه ۴۲۸۰ مدني ټولنې استازي او غیر حکومتي خیریه سازمانونه؛ چې په افغانستان کې له حکومت سره ثبت شوي دي؛ په بیلا بیلو برخو کې فعالیت کوي.
په دوی کې ټولینزې خیریه موسسې، د ماشومانو، ښځو، معیوبینو د حقونو مدافع ډلې، د چاپیریا ساتنې او بیلا بیلو خبرتیايي پروګرامونو ډلې شاملې دي.
دا ډلې په جدي ډول د افغانستان دننه د وضعیت د مثبتو او منفي اړخونو د څرګندولو هڅه کوي او خلکو ته یې زمینه برابره کړې چې پردې مسایلو خپل نظر څرګند کړي او د ټولنیزو او اقتصادي پالیسو د چالنج کولو لپاره رامخکې شي.
خو دوی د مناسب وضعیت یا چاپیریال د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي په خاطر زیاتره دا ډلې په ښاري سیمو کې میشتي شوې او فعالیتونه یې د افغانستان په ښارونو کې محدود دي.
دوی د افغانستان د نفوس د ۸۰ فیصده سره چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې اوسي ارتباط نه لري.
خو له دې ستونزو سره هم د مدني ټولنې استازي سازمانونه په افغانستان کې موقع برابروي؛ چې د افغانستان په ټولنه او پالیسیو کې د یوه تغیر لپاره لاره هواره شي.
چیرته چې پاخه، ملي سیاسي ګوندونه له واضح ستراتیژیک لید لوري سره نه دي رامنځ ته شوي، هغه اصلاحات او اداري تیغرات چې د سیاسي ګوندونو د سالم رقابت په نتیجه کې رامنځ ته کیږي نه لري، هغه هیواد د یوه زورواک د لاسه بل ته د لویدلو له خطر سره مخامخ کیدلای شي.
په افغانستان کې د مدني ټولنې د سازمانونو د ګروپي فعالیت لاس ته راوړنې او اغیز باید د ټولنې په ټولو سطحو کې ولیدل شي، په ځانګړي ډول باید.
دا فعالیتونه باید د ۲۰۱۴ کال وروسته وضعیت په اړه د موجودې بې باورۍ په کمولو کې رول ولوبوي.
د فارن پالیسي خپرونې په بل مطلب کې د افغانستان په ارتباط د امریکا او چین د روابطو پر څرنګوالي بحث شوی دی.
خپرونه لیکي، د جولای په اخر کې چین ته د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په سفر کې یو څه کمبود احساسېده.
د چین مطبوعاتو دې هیواد ته د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ټوماس ډونیلون وروستي سفر ته د (اور وژنې ماموریت) نوم ورکړی و.
دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د جنوبي چین سمندر کې کړکیچ زیات شوی، امریکا په دوامدار ډول له دې هیواد سره د ایران، سوریې او د تیوریتکي جګړو پر پلانونو سر ټکوي.
دا جنجالونه په یوه برخه کې چې هغه افغانستان دی د امریکا او چین ترمنځ د پراخو همکاریو امکان له خطر سره مخامخ کوي.
په افغانستان کې په شریکو اهدافو باندې غور او کار کولو په عمومي ډول د چین او امریکا اړیکي ښه کولای شي.
فارن پالیسي لیکي، د امریکا او چین ترمنځ واټن هغومره زیات هم نه دی؛ چې مخکې ښودل شوی دی.
په افغانستان کې د امریکا او چین د مقاماتو ترمنځ د همکارۍ محدودیت یوه واضح او د درک وړ خبره ده.
د دې لپاره باید په پيکنګ او واشنګټن کې موجود اصول د افغانستان د راتلونکې لپاره د همکاریو او شراکت پر څرنګوالي را وڅرخي.