د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د پاکستان منهاس هوايي اډه تر بريد وروسته


د پاکستان منهاس هوايي اډه تر بريد وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:38 0:00

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اسلام اباد ته نزدې د پوځ پر یوې هوايي اډې د نن سهار حمله په کلکه غندلې ده او ویلي، چې دا ډول بریدونه به د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره د پاکستان پر هوډ اغیز ونکړي. د پاکستان په پنجاب ایالت کې د پوځ پر هواېې اډې باندې د وسله والو په حمله کې اته وسله وال او یو افسر وژل شوی دی. دا حمله نن سهار وختي په کامرا سیمه کې پر منهاس هوايي اډې باندې وشوه. د منهاس اډې په اعلامیه کې ویل شوي، چې وسله وال ټول په ځان وژونکو واسکټونو، سپکو وسلو او راکټونو سمبال وو. ځینې کتونکي شک لري، چې ښايي د پاکستان یو شمېر اټومي وسلې په منهاس اډه کې چې پایتخت اسلام اباد ته ۷۰ کیلومتره نزدې موقیعت لري ،ځای پر ځای وي.د فرانسې د خبري اژانس ويډيو دلته وګورئ

XS
SM
MD
LG