د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۲

د ایراني ډیپلوماتانو په نوم نومول شوي واټ مخالفتونه زیږولي


په بلخ ولایت کې د څوتنو وژل شویو ایراني دیپلوماتانو په نوم د یوه واټ نومونې د دغه ولایت د چارواکو او د ملي شورا د غړو ترمنځ یو لړ مخالفتونه راپورته کړي.

د ولسي جرګې د دیني فرهنګي چارو د کمیسیون ځینې غړي د بلخ د ولایتي شورا د ریس څرګندونې چې ویلي یې دي ولسي جرګه دې د خپلو انتقادونو په اړه بخښنه وغواړي د قانون خلاف بولي.

د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمیسیون وایي، چې په ملي مسایلو کې نه باید خپل سري کارونه وشي.

د دغه کمیسیون غړې میرمن هیلې ارشاد د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي به د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د سیمه ییزو ارګانونو مشر د وضاحت لپاره خپلې غونډې ته ور وغواړي.

د بلخ د ولایتي شورا ریس افضل حدید د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې د ایراني ډیپلوماتانو په نوم د یوه واټ نومونه د دغه ولایت د رهبرۍ له خوا شوې او وایي، چې دا کار د قانون خلاف نه دی.

له دې وړاندې د بلخ د ولایت مقام هم له دې نومونې څخه دفاع کړې او په یوه اعلامیه کې یی ویلي، چې ایران د جهاد په وخت کې اوس مهال کې له افغانستان سره ډیره مرسته کړې او باید چې یو واټ یې د وژل شویو ديپلوماتانو په نوم ونومول شي.

دغه ایراني دیپلوماتان شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې هغه مهال ووژل شول، چې طالبانو د مزارشریف ښار ونیوه.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي او یو شمېر منتقدین وايي، دغه ایراني دیپلوماتان هغه وخت د ایران د جاسوسۍ لپاره راغلي و.

د ولسي جرګې غړی ګل پادشا مجیدي وایي، چې په دې برخه کې د بلخ د چارواکو کلک دریځ د اساسي قانون خلاف او د ملي شورا د بې احترامۍ په معنی دی.

له ولسي جرګې سربیره د مشرانو جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمیسیون هم د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه غوښتي چې د دې نوم ایښودنې مخه دې ونیسي او یاد واټ دې د افغانانو د یوه وتلي شخصیت په نوم ونوموي.

ازادۍ راډیو له څو ورځو راهیسې هڅه کوي، چې په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت غبرګون را واخلي خو د یاد وزارت چارواکي د دې موضوع په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG