د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د کابل په ختیځ کې افغاني هندوانو ته ځمکه ځانګړې شوه


د کابل ښار په یوه سیمه کې د لومړي ځل لپاره سلګونو افغاني هندوانو ته د کورونو او هندوسوزان د جوړولو په مقصد یوه ځمکه ځانګړې شوه.

دا ځمکه د کابل ښاروالۍ د یویشتمی ناحیي برخه او د ښار د جنوب ځتیځي سیمي د یوه غره په لمنه کې پرته ده.

په دې مناسبت په سیمه کې د هندوانو جوړې شوې غونډې ته کابل ښاروال انجنیر محمدیونس نواندیش وویل، افغاني هندوانو له کلونو کلونو راهیسي د کورونو او هندوسوزان د نشتوالي ستونزه لرله او د دې سیمي له ودانیدو سره به د دوي ستونزې کمې شي:

«خوښ یم چې هندوانو وروڼو ته د کابل ښار په یوې ناحیه کې د کورونو ودانولو او هندوسوزان ته ځمکه ورکوو، دوي په تیرو لسو کلونو کې د کورونو او هندوسوزان د نشتوالي ډیرې ستونزې ګاللی، دلته به څه باندې سلو کورنیو ته د کور لپاره نمرې ورکړل شي، همدا رنګه نور ضروري شیان چې استوګنې ته ضرور دي هغه به ورته مهیا شي.»

کابل ښاروال وویل، دا سیمه اته شپیته جریبه پلنوالي لري او په لومړي پړاو کې به کابو یوسلوپنځوسوهندو کورنیو ته د کور جوړولو نمرې ورکړل شي.

ده زیاته کړه، په یاده سیمه کې یو هندوسوزان، مارکېت، روغتون، پارک او د اوبو زیرمې په پام کې نیول شوي دي.

د افغاني هندوانو په استازیتوب د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وویل، په هېواد کې دیرش کلنو جنګونو لکه څنګه یې چې د هېواد مسلمانانو ته مالي او ځاني زیانونه ورسول، په همدې توګه یي د هېواد هندوان هم له ډول ډول کړاوونو سره مخ کړل.

هنریار وویل، د کابل ښارهندوانو، د کورونو پر نشتوالي سربیره هندو سوزان هم نه درلود او د دې له امله له سختو ستونزو سره مخ وو.

دې وویل، د دې سیمي له ودانیدو سره به وکړای شي، مذهبي مراسم په ښه توګه ترسره کړي:

«په تیرو لسو کلونوکې له ډیرو ستونزو سره مخ وو، موږ په قلعه چه کې هندو سوزان درلود، خو په جنګونو کې د هغې ګرد چاپیره ودانۍ جوړې شوې، د سیمي خلکو د هندو سوزان په مراسمو کې ستونزې پیښولی، البته حق یي و، خو موږ هم ستونزې لرلې، هیله منده یم، دلته به د هندو سوزان په جوړولو ستونزې کمې او کوم هندوان چې کورونه نه لري، هغوي به د کور خاوندان شي.»

په کابل ښارکې د هندوانو کورنۍ د سنګتراشۍ، پروان کارتې او میرویس میدان کې اوسیږي، دوي زیاتره په وړو سوداګریو بوخت دي.

په هېواد کې له جنګونو مخکې یوازې په کابل ښار کې د دوي د کورنیو شمېر زرګونو ته رسیده، خو د جنګ ناخوالو اړ کړل چې اکثره یي هندوستان ته کډه شي.

په وروستیو لسو کلونو کې ډیرې کورنی بیرته هېواد ته ستنې شوي دي او غواړي چې د هېواد د اساسي قانون سره سم، د هېواد د ټولو اتباعو په څیر
په دې هېواد کې ژوند وکړي او له مدني حقونو برخمن شي.

خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG