د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

"افغان حکومت باید د پاکستان د بریدونو په وړاندې غلې پاتې نشي"


د مدني ټولنو د فدریشن مشر صدیق منصور
د مدني ټولنو د فدریشن مشر صدیق منصور
د افغانستان د مدني ټولنو فدریشن د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره له افغان حکومت نه وغوښتل، چې د پاکستان د راکټي حملو پر وړاندې باید غلي پاتې نشي.

دې ټولنو د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې پر افغان حکومت او نړېوالې ټولنې انتقاد وکړ، چې د پاکستان له خوا د راکټي حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د مدني ټولنو د فدریشن له خوا یو پریکړه لیک هم صادر شو، چې د مدني ټولنو د فدریشن مشر صدیق منصور ولوست، د دې پریکړه لیک په یوه برخه کې داسې راغلي وو:

"د پاکستان له خوا بریدونه او افغان وژنه دې ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د هېواد مدني ټولنې او فرهنګي ارګانونه له پاکستاني او افغاني خواوو نه په ټينګه د دې غمیزې او افغان وژنې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

موږ د افغانستان او پاکستان پر دولتونو نړېوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او سارک له سازمان هم غږ کوي، چې نوره چوپتیا ماته کړي او د دغې سترې غمیزې له امله د نورو راولاړیدونکو ناوړه عواقبو مخنیوی وکړي."


دوي له افغان حکومت نه وغوښتل، چې د پاکستان د دا ډول حملو پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په کتنه وویل، چې دا بریدونه د پاکستان په خیر هم نه دي.

د رپوټونو له مخې په تیرو څلورو میاشتو کې د پاکستان له لوري په کونړ او نورستان د توغندیو شاوخوا درې نیم زره بریدونه شوي چې لسګونه تنه ملکي وګړي په کې مړه او ټپیان شوي دي.

بل خوا افغان حکومت هم تل وایي، چې غواړي دا ستونزه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې دوي تر اوسه د پاکستان په هدف نه دي پوه شوي چې ولې پر افغانستان راکټي حملي کوي.

د دې ریاست د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري د چهارشنبې په ورځ په دې اړه خبریالانو ته جزییات وړاندې کړل:

"موږ د دې حملو په برخه کې د پاکستان حکومت ته هیڅ ته ډول اندیښنه نه وینو، چې د دې لامل شي څو هغوي په یو بل هېواد راکټي حملې وکړي.

دا د پاکستان کورنی ستونزه ده او بله ستونزه دا ده چې ای اس ای د دې هېواد ملکي حکومت ته غلط معلومات ورکوي.

د دې غلطو او ګمراه کوونکو معلوماتو په پای کې د پاکستان د ملکي حکومت مسوولین وایي، چې موږ د خپلو اندیښنو لپاره په بل هېواد راکتي حملې کوو."


د پاکستان له خوا راکټي حملې په دې وروستیو کې په یوه جدي ستونزه بدلې شوې چې په بېلابېلو سیمو کې یې د افغانانو جدي غبرګونونه او غصې هم را پارولي دي.

د دې بریدونو د نه مخنیوي او په افغانستان کې د ځینو نورو امنیتي پیښو له امله د دفاع او کورنیو چارو وزیران د ولسي جرګې له خوا استیضاح او سلب اعتماد شول.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG