د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ځان وژونکو پر نیمروزیانو د اختر خوښي په ماتم بدله کړه


د سې شنبې ورځ، د نیمروز ولایت اوسیدونکو ته مرګونې ورځ وه. دا ورځ په ځان وژونکو حملو، وحشت ، چاودنو او د زیات شمېر افغانانو په وژنو پیل شوه.

چارواکو په دې ورځ د وژل شوېو شمېر ۳۶ وښوده او وایي، له سلو زیات کسان په کې ټپیان دي.

د نیمروز والي عبدالکریم براهوي خبري رسنیو ته وویل، د دوي د ارقامو پر اساس، په ځان وژونکو حملو او چاودنو کې ۲۱ تنه ملکېان او د امنیتي ځواکونو ۱۵ کسان وژل شوي دي.

براهوي وایي ، پولیسو په هغو دوو تنو چې غوښتل یي پر ځان پورې تړلې مواد وچوي، ډزې وکړې او هغوي یي ووژل.

والي زیاتوي، چاودنې د زرنج په بازار او د خلکو په ګڼې ګوڼې کې هغه مهال وشوې چې خلک د روژې او اختر د ورځو لپاره په سودا اخیستو مصروف وو.

د نیمرزو د ولایتې شوری مرستیال محمد نادر بلوچ ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا حملې وغندلې او وایي، په ځان وژونکو حملو او چاودنو کې روژه تیان وژل شوي دي:

“د افغانستان د خلکو دښمنان د روژې په مبارکې میاشت کې د خپلو اجنټانو پواسطه دا ډول حملې کوي.

دوي زیات شمېر خلک مړه او ټپیان کړل. موږ د سېمې د دښمنانو دا ډول اعمال غندو”.

د نیمرزو ولایت د امنیې قوماندان جنرال محمد موسی رسولې وایي، د دې حملو او چاودنو د قرباینانو شمېر ممکن له دي هم زیات شي.

رسولې تائید کړه، چې په حملو کې پولیس هم وژل شوي دي:

“درې پولیس مړه او ۱۱ ټپیان دي. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي”.

د نیمروز ولایت د پولیسو یو مامور وایي، د زرنج د سې شنبې د ورځې په حملو کې ۱۴ ځان وژونکو برخه اخیستي وه.

خو د امنیې قوماندانۍ مرستیال محب الله لطیفې د ځان وژونکو شمېر ۱۱ ښودلی دی. دی وایي، ټولو حمله کوونکو ونشو کړاي چې هدف ته ځانونه ورسوي او امنیتي ځواکونو یي مخه ونیوله.

دی زیاتوي، امنیتی ځواکونو د دوشنبې په شپه دوه تنه ځان وژونکې وژلې وو او د سه شنبې په سهار یي د هغوي دري تنه نیولې وو.

د نیمرزو ولایت د عامې روغتیا رئیس نوراحمد شېرزاده وایي، په حملو کې ۱۱۰ کسان ټپیان شویدي.

ددي تنظیم شویو حملو په لړ کې د کندز ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې هم د روژه ماتې په وخت هم یوه قوي چاودنه وشوه او لس کسان پکې ووژل شول.

په راپورونو کې ویل شوې چې دا چاودنه په یوه بایسکل کې د ایښودل شوي بم پواسطه شویده.

امنیتي چارواکي وایي، د دشت آرچې په چاودنې کې پنځه تنه کوچنیان هم وژل شویدي.

د دې چاودنو مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی ، خو د ډېرو په وینا، چاودنو په افغانانو باندې د روژې د مبارکې میاشتې د ۲۷ مې عبادت ګډوډ کړ او د اختر د ورځو خوښۍ یی د زیات شمېر کورنیو لپاره په ماتم بدلې کړې.
XS
SM
MD
LG