د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ولې په هیواد کې د اوبو د بندونو د جوړیدو چارې ټکنۍ دي؟


د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وایي، د بودیجې کمښت، امنیتي ستونزې او د خلکو باج اخیستل هغه ستونزې دي؛ چې د بندونو د جوړیدو په وړاندې یې خنډونه رامنځ ته کړي دي.

د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعیل چې د سه شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل چې د یوه بند جوړیدل له پنځوس میلیونو تر څلور میلیارده ډالرو پیسو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چې له دې خنډونو سره سره همدا مهال په هیواد کې د څه باندې اوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت په شپږو لویو بندونو کار روان دی.

"د کورنۍ برېښنا بیه ډیره لوړه ده اودغه برېښنا ډیر وخت او ډیرې پانګې ته اړتیا لري.

په دې کې شک نشته چې د اوبو بندونه ترډیره د غرو په لمنو او لرو سیمو کې پراته دي، مونږ له دې امله له لویو او جدي امنیتي ستونزو سره مخ یو.

تاسو باور وکړی چې د بخش اباد بند په پروژه کې کمپنۍ د جومات امام او سپین ږیرو ته د میاشتې سل سل ډالره ورکوي.

خلک ددی پرځآی چې له پروژې څخه خوشحاله شي، برعکس له پروژې څخه بې ځآیه او زیاتې پیسې غواړي. "


محمد اسمعیل خان وویل چې په افغانستان کې ټول ټال ۵۴۲ د اوبو بندونه مطالعه شوي چې له دې ډلې څخه یې تراوسه ۲۳ ډیزاین او جوړیدو ته چمتو شوي دي.

نوموړي په ورته وخت کې وویل چې په هیواد کې د اوبو د تاسیساتو ۳۲۰۰ پروژې پیژندل شوي چې له دې ډلې څخه یې ۱۸۰۰ بشپړې شوي دي.

بل خوا سناتوران د دغه وزارت پر کارونو انتقاد کوي او وایي چې تراوسه یې د بندونو جوړولو ته لازم پام نه دی کړی.

دوه تنه سناتوران حسن هوتک او رفیع الله حیدري له ګاونډیو هیوادونو څخه وارداتي برېښنا د حل دایمي لاره نه بولي او وایي، چې د هیواد دننه اوبه باید مهار او ګټه ورڅخه واخیستل شي.

ځینو نورو سناتورانو هم د وارداتي برېښنا په اړه ورته اندیښنې درلودې او ویل یې چې کیدای شي د وخت په تیریدیو ګاونډي هیوادونه خپله برېښنا بنده کړي.

خو د اوبو او برېښنا وزیر ډاډ ورکړ چې افغانستان ته د برېښنا صادرونکو هیوادونو په ځانګړې توګه ترکمنستان د برېښنا په صادراتي پروژې ډیره پانګونه کړې او هیڅ کله به یې هم بندیدو ته اقدام ونه کړي.

بل لورته عام خلک هم د دغه وزارت له کارونو خوښ نه دي او وایي چې په تیرو لسو کلونو کې یې تراوسه د اوبو یا برېښنا کوم لوی بند نه دی جوړ کړی.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG