د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۷

لندن المپیک ته تللي افغان سپورټي کاروان هېواد راستون شو


افغان اتل او د برونزو مډال راوړونکی روح الله نیکپا
افغان اتل او د برونزو مډال راوړونکی روح الله نیکپا
شپږ افغان ورزشکاران چې د۲۰۱۲ کال د لندن دالمپیک سیالیو یې کډون کړی و، نن سهار هېوادته راستانه شول.

په یادو سیالیو کې افغان ورزشکارانو د ټکواندو، ځغاستې، جوډو او بکس په څانګو کې ګډون کړی و، چې یواځې روح الله نیکپا وکولای شوای چې په ټکوانډو کې د ژېړو مډال وګټي.


د کابل غازي سټیډیوم د هغو زرګونو کسانو ژور او ځوږ نیولی و، چې د المپيک له سیالیو نه د راستانه شویو افغان لوبغاړو په ځانګړې توګه روح الله نیپکا هرکلي یې کاوه.

د ۲۰۱۲ کال د المپیک سیالۍ د بریتانیا په کوربتوب په لندن کې د جولای په ۲۷ پیل او د اګسټ په ۱۲ مه پای ته ورسېدې.

له المپیک سیالیو څخه راستنه شویو ۶ افغان ورزشکارانوته په کابل کې د هرکلي مراسم جوړ شوي وو، چې د ورزش د یوزیات شمېر مینه والو سربېره دولتي چارواکو، د ملي شورا غړیو او په کابل کې د بریتانیا سفیر په کې برخه اخیستې وه.

روح الله نیکپا چې وکولای شوای، د لندن ۲۰۱۲ المپیک سیالیو کې د ژېړو مډالو وګتي، ازادۍ راډیو ته وویل، د سرو زرو د مډال په نیت لندن ته تللی و:

"په ریښتیا هم موږ د سروزو مډال د ګټولو په مقصد تللي وو، په ریښتیا هم موږ زیات زیار ویست، له بده مرغه مډال زموږ په قسمت کې نه و، خو بیا هم موږ وکولای شوای، چې د ژیړو میډال ترلاسه کړو.

لوبه ده، مډال به زموږ په قسمت کې نه و، ولې خالي لاس راستانه نه شوو، انشاالله بیا به یې وګټو. "


ځغاسته، جوډو او بکس هغه څانګې وې، چې ۴ افغان ورزشکارنو په کې له خپلو سیالانو سره لوبې وکړې، خو په کوم مډال ګټلو بریالي نشول.

په یادو مراسمو کې حکومتي چارواکو، د ملي شورا غړیو او په کابل کې د بریتانیا سفیر هم خبرې وکړې.

هغوی هېواد ته له المپیک سیالیو څخه مډال راوړل یو لوی ویاړ وباله او له راغلیو ورزشکارانو څخه یې خوښي څرګنده کړه.

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې رییس ظاهر اغبر وايي، چې روح الله نیکپا یو وار بیا د روزش په ډګر کې دافغانستان نوم روښانه کړ.

"د خدای احسان و، چې د هېواد بیرغ د ۲۰۴ هېوادونو د بیرغونو په منځ کې ورپېده او د ۲۰۴ هېوادونو په قطار کې افغانستان ۸۱ مقام خپل کړ. "

دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان ورزشکاران په نړیوالو لوبو کې ښه ځلیږي.

څلور کاله وړاندې افغان روزشکارانو د بیجنګ په المپیک سیالیو کې ګډون کړی و؛ چې له هغې جملې روح الله نیکپا د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د المپیک د زیړو مډال ترلاسه کړی و.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG