زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په هلمندولایت کې د افغان عسکرو له خوا د امریکایي پوځيانو د وژنې په اړه راپورونه او مطالب لیکلي او دا ډول پیښې یي د اندیښنې وړ بللې دې.
نیویارک ټایمزو ورځپاڼې د مسلې په اړه په یوې مقالې کې لیکلي، د امریکا خاص ځواکونه زیاتې هلې ځلې کوي، چې د افغانستان په لیرې پرتو سيمو کې سېمه يېز وسله وال پولیس وروزي او په وسلو یې سمبال کړي تر څو هغوې د وسله والو طالبانو د حملو په مقابل کې له خپلو کلیو او بانډو څخه دفاع وکړای شي.
ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د افغان او ایتلافي ځواکونو وژنې زیاتې شوي او زیاتې حملې د پوځ او پولیسو له لیکو څخه کیږي.
په روان کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د غړیو له خوا په بهرنیو ځواکونو ۲۵ حملې شوي چې له امله یې ۳۴ بهرنیان وژل شوي دي. په ۲۰۱۱ کال کې د دې ډول حملو شمېر ۲۱ و او ۳۵ تنه بهرني پوځيان په کې وژل شوي وو.
ایتلافي او افغان چارواکې وایي، زیات شمېر دا ډول حملې د افغانانو او د هغوی د بهرنیو ملګرو تر منځ د شخصي شخړو له امله کیږي او د طالبانو د نفوذ مساله په کې مطرح نه ده.
خو په هلمند ولایت کې د جمعې د ورځې پیښو د یوه قوي ګواښ په اړه اندیښنې زیاتې کړي، دا که د افغان پولیسو یا د پوځ له لیکو څخه وي او که د طالبانو د نفوذ له امله تر سره تر سره کیږي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې، "د افغانستان په یوې یتیم خانې یا مرستون کې د جکړې د مختلفو خواو دوستان" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د دوو تنکیو افغان ځوانانو داستان یې راخیستي چې د یوه پلار طالبانو وژلي او د بل پلار د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړو کې وژل شوی دی.
د رحمت الله پلار پولیس و او په مسجد کې د لمانځه له اداکولو ورسوته طالب وسله والو وژلی و.
د حمیدالله پلار طالب و او له بهرنیو ځواکونو سره د جګړې په جریان کې وژل شوی و.
ورځپاڼه لیکي، ۱۲ کلن حمیدالله او لس کلن رحمت الله په ټولو برخو کې هم فکره او هم نظره دي. دوی یو شان د سرونو ویښتان جوړوي، یو ډول آبي جامې اغوندي، جاکټونه یې یو ډول دي او د ښوونځیو کتابچې یې هم یو شان دي.
ورځپاڼه لیکي، دا دوه تنکي افغانان په یوې سترې خونې کې یو بل ته نږدې بیدیږي، یو ځای ډوډۍ خوري او یوځای د کریکټ لوبه کوي. دوی وایي، کله چې لوی او سړې شي، نو یو د بل ګاونډیان به وي.
واشنګټن پوست زیاتوې، رحمت الله او حمیدالله د افغانستان له جنوب څخه مرستون ته راغلې او د دوی په سيمه کې د غچ اخیستنې یا انتقام دود حاکم دی. اصلاً باید دې دوو ځوانانو د خپلو پلرونو په پله قدم ایښی وای، خو دوی نوی ژوند پیل کړی او د انتقام پر ځای یې یو بل ته د دوستۍ غیږې خلاصې کړي او ټینګ ملګري شوي دي.