د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، دغه عملیات تیره شپه د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د شور بازار په سیمه کې شوي؛ چې په ترڅ کې یې پنځه وسله وال له زیات شمیر وسلو او مهماتو سره یوځای نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست یو ویاند شفیق الله طاهري ازادي راډیو ته په رالیږل شوې ویډیو کې وایي؛ چې نیول شوي کسان په یاده سیمه کې په یوه کرایي کور کې ځای پرځای شوي وو او غوښتل یې چې نن خپلې حملې ترسره کړي.
"دوی له درنو وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو سره چمتوالی نیولی و؛ چې پرملي شورا، د ولسي جرګې پر غړیو او د ولسمشر کرزي د دویم مرستیال کریم خلیلي پرکور حمله وکړي.
له نیکه مرغه دغه حمله شنډه شوه، له دوی سره یوه اندازه پاکستانۍ کلدارې هم نیول شوي.
دوی د پاکستان د هویت کارتونه او د ملي اردو یونیفورم هم له ځانه سره درلود؛ چې غوښتل یې د حملې پرمهال ګټه ورڅخه واخلي. "
په دغې ویډیو کې په یوه خونه کې پنځه تنه وسله وال کسان ښودل کیږي؛ چې مخونه یې پټ او لاسونه یې ترشا تړلي دي.
د ملي امنیت ویاند زیاتوي، چې په نیول شویو کسانو کې څلور یې افغانان او یو بل یې پاکستانی وګړی دی.
ازادي راډیو ته په رالیږل شوې ویډیو کې د نیول شویو کسانو شااوخوا لسګونه توغندي، سپکې وسلې، زیاته اندازه لاسي بمونه او ځینې نور تجهیزات هم ښودل کیږي.
د ملي امنیت اداره کابل ښاریانو ته سپارښتنه کوي، چې د کورنو د کرایې ورکولو پرمهال له ډیر دقت څخه کار واخلي او خبره دې د ناحیې له وکیل سره شریکه کړي.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
شااوخوا دوه اونۍ مخکې هم د ملي امنیت ځواکونو د کابل ښار په ختیځ د بت خاک په سیمه کې پنځه وسله وال کسان ووژل چې غوښتل یې په وزیراکبرخان او شهرنو سیمو کې ځان وژونکې حملې وکړي.
پخواني معلومات:
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، تییره شپه یې د ملي شورا په انګړ او د جمهور رییس د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په کور د ځان وژونکو حملو پلان شنډ کړی دی.
ملي امنیت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، د یوه پاکستان تبعه په ګډون پنځو کسانو چې په درنو او سپکو وسلو سنبال و؛ د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې په یوه کور کې ځای نیولی و.
په اعلامیې کې راغلي، چې دغه پنځه کسان تیره شپه په څو ساعته عملیاتو کې ونیول شول.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم امنیتي ځواکونو د کابل په ختیځ کې هغه پنځه کسان له منځه یوړل چې د ملي امنیت د چارواکو په وینا په وزیر اکبرخان او شهرنو سیمو کې یې د ځان وژونکو حملو پلان درلود.