خدمتګار ورځپاڼې په خپل یوه تحلیلي مطلب کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست څیړلی او لیکلي یې دي، دغه سیاست هند او امریکا سره نږدې کړي دي.
ورځپاڼې لیکلي ترهګرۍ ضد جګړه کې له پاکستان څخه ناهیلي او د افغانستان په بیارغونه کې د هند زیاتیدونکی رول هغه څه دي چې واشنګټن یې نوي ډهلي ته ور نږدې کړی دی.
خدمتګار د یوه هندي کتوونکي نظر هم راخیستي چې وايي، هند په سیمه کې یوازې له امریکا سره نږدې همکارۍ نه لري بلکې د منځنی او جنوبي اسیا په امن او ثبات کې هم مهم رول لوبوي.
ماندګار ورځپاڼې هم په خپل یوه مطلب کې د پاکستانیو چارواکو څرګندونې راخیستي چې وايي تر څو چې د ډیورڼد کرښه تړل شوي نه وي، په وزیرستان کې به پوځي عملیات بې ګټې وي.
د ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې راغلي چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو قربانیان شول.
ماندګار د یوه امریکايي کتوونکي نظر هم راخیستي چې وايي، جمهور رئیس په دې توګه غواړي د انتخاباتو په وخت کې په خپلو قومي، مذهبي او سیاسي سیالانو کې د قدرت توازن لړزانده وساتي.
ویسا ورځپاڼې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور تبصره کړې چې پکې راغلي، په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له دریو زرو نه ډیرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې.
په مطلب کې راغلي داسې څرګندیږي چې په تیرو شپو میاشتو کې به د ټولو افغانانو تلفات ددې څو برابره وي.
د سرمقالې لیکوال استدلال کړی چې هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه د له دیرشو زیاتو وسلوالو مخالفینو د وژلو ادعا کوي او وسلوال مخالفین هم په همدې شمیر کې د عسکرو او پولیسو د وژلو ادعاوې کوي.
ویسا لیکلي دا ټول چې وژل کیږي افغانان دي او د افغانانو میندې پرې بورې کیږي او ددې وضعې په وړاندې ټول لوري مسئولیت لري.
چراغ ورځپاڼې هم د یوناما راپور څیړلی او دا مسئله هم راخیستي چې یوناما له وسلوالو مخالفینو غوښتي، په خپلو عملیاتو کې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.
چراغ لیکلي پخوا هم ملګرو ملتونو او بیلابیلو نورو لوریو په بیا بیا له وسلوالو مخالفینو نه همدا غوښتنه کړې، خو هغوی ورته په عمل کې پاملرنه نه ده کړې.
هیواد ورځپاڼې د خپلې ننۍ ګڼې په لومړي مخ کې د اسلامي نړۍ د رابطې د کنفرانس وروستۍ غوښتنه څیړلې چې ويلي یې دي، افغانان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
هیواد په یوه بل مطلب کې د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا د شپږو بهرنیو عسکرو د وژنې د غندنې راپور ورکړی دی.
د ورځپاڼې سرمقاله هم د هیواد په امنیتي وضعیت کښل شوې او پکې راغلي، د سیمې ځینې استخباراتي کړۍ د طالبانو له نوم نه په ګټې اخیستنې سره عامه تاسیسات، ښوونځي او جوماتونه ورانوي.
ورځپاڼې لیکلي چې افغان امنیتي ارګانونه او خلک باید ددوی د دسیسو د شنډولو لپاره لا ډیرې هڅې وکړي.