د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۲

ولسمشر کرزی په یوې غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ځي


د اسلامي هېوادونو د مشرانو دا غونډه د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز په بلنه د روژې د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه جوړیږي او ټاکل شوې، چې په کې به په اسلامي نړۍ کې په شتو ستونزو خبرې وشي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی مرستیال سیامک هیروي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې ولسمشر کرزی هم د دې غونډې له مهمو برخوالو او ویناوالو څخه دی.

د ښاغلي هیروي په وینا دا مهال د افغانستان په شمول ګڼ اسلامي هیوادونه له جدي ستونزو سره مخ دي او په دې غونډه کې به د همدې ستونزو په هواري د اسلامي هیوادونو مشران خبرې کوي:

"په وروستیو څو کلونو کې اسلامي هېوادونه له سختو ستونزو سره مخ دي، په دې لړ کې د لیبیا، مصر، سوریې مسالې، په افغانستان کې د جګړې دوام، همدارنګه په فلسطین، لبنان او نورو اسلامي هیوادونو کې روانې شخړې دا ټولې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو د غونډې په اجنډا کې شاملې مسلې دي؛ چې د سعودي عربستان د باچا په بلنه جوړیږي. "

افغانستان له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان په شخړه کې د سعودي عربستان او په ځانګړې توګه د دې هیواد د پاچا د مرستې غوښتنه کوي؛ د ښاغلي هیروي په وینا ولسمشر کرزي په دې وروستیو کې په یو لیک کې هم د سعودي له پاچا غوښتي؛ چې د طالبانو او په افغانستان کې د حکومت د نورو وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو د زمینې په برابرولو کې دې دافغان حکومت مرسته وکړي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی د مرستیال سیامک هیروي په وینا ښاغلی کرزی دې غونډې ته هم د ځانګړو وړاندیزونو سره ځي او نوموړی به په سعودي عربستان کې یو ځل بیا د اسلامي هیوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان د ستونزو په هواري کې د سعودي عربستان د رول په اهمیت ټینګار وکړي:

"د افغانستان ولسمشر به په دې کنفرانس کې یو ځل بیا د سعودي عربستان او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د پاچا پر رول ټینګار وکړي او له نوموړي په وغواړي؛ چې د اسلامي هیوادونو او په خاص ډول د افغانستان د شخړو د هواري لپاره دې پراخ فعالیتونه پیل کړي او په دې برخه کې دې جدي هڅې وکړي. "

د یادونې وړ ده، چې د افغان ولسمشر د هغو بیا بیا غوښتنو سره سره چې د سعودي عربستان له پاچا څخه یې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته غوښتي؛ تر اوسه د سعودي د چارواکو له خوا په څرګنده داسې کوم ګام نه دی لیدل شوی؛ چې په افغانستان کې د ښکیلو خواوو د نژدې کولو لپاره دې موثر تمام شوی وي.

په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو د مشرانو غونډه په داسې حال کې جوړیږي؛ چې په دې وروستیو کې په همدې هېواد کې د رابطه عالم اسلامي یا د اسلامي نړۍ د اړیکو ادارې چې د اسلامي همکاریو په سازمان پورې تړلې په خپله یوه غونډه کې د افغانستان پر مساله خبرې وکړي او له افغانانو یې وغوښتل؛ چې په خپلو کې دې د یو بل خلاف له زورزیاتي لاس واخلي.

دې ادارې همدارنګه د اسلامي همکاریو د سازمان د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو غوښتي وو؛ چې یو منځګړې کمیټه دې د افغانستان لپاره جوړه کړي؛ څو په دې هیواد کې د سولې او پخلاینې لپاره د اسلامي اصولو سره سم د خبرواترو له لارې هڅې وکړي.
XS
SM
MD
LG