د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

افغان حکومت به په ټوکیو کنفرانس کې کړې ژمنې پوره کړای شي؟


د ولسي جرګې ځینو غړو اندیښنه وښوده، چې ایا، افغان حکومت به هغه ژمنې چې د ټوکیو په کنفرانس کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې، پوره کړي او که نه؟

دا پوښتنې د شبنې په ورځ د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې د بهرنیو چارو او مالیې له وزیرانو څخه وشوې.

په دی ورځ د بهرنیو چارو او مالیې وزیران ولسي جرګې ورغوښتی و، څو د افغانستان په هکله د ټوکيو د کنفرانس مواد او پریکړې د جرګې غړوته تشریح کړي.

د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش وویل، ایا حکومت دا ضمانت ورکولی شي، چې نړیواله ټولنه قانع او مرستې یې ترلاسه کړي:

"د نړیوالې ټولنې مرستې په دې شرط دي، چې په افغانستان کې اداري فساد کم اوله مینځه یوړل شي. حال دا چې اوسمهال په هیواد کې اداري فساد مخ په زیاتیدو دی؛ څه تضمین موجود دی، چې د افسادبه له مینځه لاړ شي او د نړیوالې ټولنی دوامداره مرستې به ترلاسه شي. "

د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل، د افغانستان په هکله د ټوکيو کنفرانس ته د حکومت له خوا دووه ویشت مختلف پراختیایي پروګرامونه وړاندې شوي وو؛ چې د نړیوالې ټولنې د قناعت وړ ګرځیدلي او د پلي کېدو لپاره یې ورسره د مرستو ژمنې کړي دي.

د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال، د افغانستان د ټوکيو کنفرانس له نورو کنفرانسونه څخه توپیر لري، په دې کنفرانس کې پروژې کره، او د لګښتونو څارلوته دقیق میکانیزم په پام کې نیول شوی دی:

"د ټوکيو په کنفرانس ژمنې دوه اړخیزې دي، د دې کنفرانس ټول مواد او پریکړې کره او د یو مینکانیزم په اساس ترتیب شوي دي، موږ غواړو په درې راتلونکو کلونو کې ملي عواید پنځلس فیصده او په راتلونکي لسو کلونو کې یې شل فیصدو ته لوړ کړو، منابع ورته له لرو، لکه کانونه، زراعت، سوداګري او ټرانزیټ او داسې نورې. "

د ټوکيو له کنفرانس وروسته جمهور ريیس د ولسي جرګې په تالار کې د دولت درې ګونو قواوته په خپله وینا تاکيد وکړ؛ چې د ادارې فساد پرضد به مبارزه پراخه او د ښې حکومتدارۍ رامنځته کولو ته هڅې جدي کړي.

د افغانستان لپاره د ټوکيو کنفرانس د روان میلادي کال د جولای په اتمه د ټوکيو په ښار کې جوړ شو؛ چې د څه باندې اویا هېوادونو استازیو په کې ګډون کړی و او ژمنه په کې وشوه چې نړیواله ټولنه به د راتلونکو څلور کلونو لپاره له افغانستان سره د شپاړس میلیاردو ډالرو مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG