د روسيې د اردو برحاله او پخوانيو قومندانانو د دغه هېواد پخواني ولسمشر ديميتري مېدوېديف تورن کړی، چې په ۲۰۰۸ کې يې د جنوبي اوسيتيا په بېلتون غوښتونکې سيمې کې د پوځي عملياتو د امر په ورکولو کې زړه نا زړه و.
د دغو قومندانانو په وينا د مېدوېديف زړه نازړه توب د غير ضروري تلفاتو سبب شو.
د دوي تورونه پرون په يوه مستند فلم کې د انترنت له لارې خپاره شول.
دا ۴۷ دقيقه يي مستند فلم «له لاسه وتلې ورځ» نومېږي، چې د روسيې او ګورجستان ترمنځ د لانجې په څلورمه کاليزه د انترنت په يوټيوب ويبپاڼه کې خپور شو.
د روسيې د پوځ اوسنيو او پخوانيو جګپوړو قومندانانو پر مخکيني ولسمشر ديميتري مېدوېديف تور پورې کړ، چې په ۲۰۰۸ کې يې د ګورجستان په جلا شوي جنوبي اوسيتيا کې د ده له لوري د پوځي عملياتو د امر په ورکولو کې زړه نازړه د بې ضرورته مرګ ژوبلو سبب شو.
په ويديو کې، چې جوړوونکي يې نه دي څرګند، جګپوړي پوځي قومندانان وايي، مېدوېديف زړه نا زړه و تر دې چې د هماغه وخت صدراعظم ولاديمير پوتين اقدام ته وهڅاوه.
پوتين، چې هماغه وخت د المپيک لوبو د کتلو لپاره بيجنګ ته تللي و، پرون په مسکو کې خبريالانو ته وويل چې ده مېدوېديف ته دوه ځلي ټېلفون وکړ:
(تر کومه ځايه پورې چې له ټېلفوني تماس سره تړاو لري، هو، ما ديميتري مېدوېديف ته د اګست په اوومه او اتمه دوه ځلي ټېلیفون وکړ، دغه راز مې دفاع وزير ته وکړ او موږ د ستونزې په اړه خبرې وکړې.)
خو مېدوېديف په هغو مرکو کې چې تېر کال د روسيې او ګورجستان تلويزيونونو خپرې کړې، ويلي و چې چا ده ته ټېلیفون نه دي کړي:
(حقيقت تاسو ته وايم، هيچا بل چا ته ټېلیفون نه و کړی. ما يوه ورځ وروسته له پوتين سره تماس ونيوه او تر دې مخکې مې ټول امرونه صادر کړي وو. دا داسې وخت و چې شخړه پوره پيل شوې وه)
د جګړې په پاي کې روسيې جنوبي اوسيتيا او د ګورجستان بله بېلتون غوښتونکې سيمه (ابخازيا) د خپلواکو هيوادونو په توګه په رسميت وپېژندلې.
خو ګورجستان او د نړۍ نور هيوادونه لا هم دا دوې سيمې د ګورجستان برخې بولي.