د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې نجیبې د ژوند کیسه


د رپوټو له مخې یو شمېر هغه نجونې تل له واده وروسته له تاوتریخوالي سره مخ کیږي چې له بې موره او یا پلاره پاتې شي او د واده په اړه یې هم بې پروايي شوي وي.

د دغو ښځو یا انجونو یوه بیلګه پنځه ویشت کلنه نجیبه ده، چې خپل درې ماشومان یې بې موره پریښودل او دا ترې لاړه.

د کابل د امنیې قوماندانۍ لومړني معلومات ښيي چې نوموړې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وسوځاوه او په پای کې یې د کابل په استقلال کې روغتون کې ساه ورکړه.

د نجیبې مور عالیه وایي، چې نجیبه لا نه وه زیږیدلې چې پلار یې مړ شو او نجیبه مخکې تر زیږیدو یتیمه شوه:

"لور مې تر یو کاله له ماسره وه تر یو کاله مې شیدې ورکولې خو یو کال وروسته یې نیا او نیکه هغه له مانه واخیسته او زه یې له کوره وشړلم.

دوه لورګانې مې وې دواړه یې رانه واخیستې، نجیبه لور مې ډیره وړه وه نو نیا او نیکه به یې وچې شیدې چای او ځینې نور شیان ورکول، هغه یې نیا او نیکه لویه کړه."


هغه وایي، چې لور یې اتلس کلنه وه چې نیکه او ترونو یې هغه واده کړه، خو د نجیبې د مور په وینا کله یې چې لور واده وکړ نو د خسر کورنی به یې تل تاوتریخوالی ورسره کاوه.

عالیه وایي، چې تل به د خپلې لور کورته تله او هغې ته به یې نصیحت کاوه، چې د خسر کورنی سره په یو نه یو ډول شپې او ورځې سبا کړي خو لور به یې تل ورته ژړل چې د خسر کورنی یې ډیر ظلم ورباندي کوي.

هغه وایي، هر ځل به چې د خپلې لور کورته لاړه نو له هغې خوا به په ژړا راتله ځکه لور یې په ډیر بد حال کې لیدله.

بل خوا د نجیبې ښوونکې میرمن کوهستانۍ چې نجیبه یې په ښوونځي کې زده کوونکې وه وایي، چې هغه ډیره ښه، ارامه او په تربیه انجلې وه، هغه وایي چې د نجیبې په مړېنې یې زړه ډیر درد وکړ.

میرمن کوهستانۍ د ښځو چارو له وزارت نه غواړي څو د ټولو دا ډول پیښو مخه ونیسي.

هغه وایي، چې تیره ورځ د نجیبې د دعا لپاره د هغوی کلي ته لاړه او هلته یې ډیرې نورې ښځې هم په ډیر خراب حال کې ولیدې:

"د نجیبې له قضیې پرته مې هلته نورې قضیې هم ولیدې، هلته ښځو ویل چې د آرزو په نوم یوه ناوې چې له هرات نه یې راوستلې وه خواښې او خسر یې ډیره وهلې بیا هغه مړه شوې او کله چې مړه شوې نو غوړي یې سره کړي او دهغې په مړي یې اچولي دي.

ټولې هغه ادارې چې د ښځو لپاره کار کوي له جمهوري ریاست نه نیولې تر پارلمانه او د ښځو چارو وزارته پورې باید هڅه وکړي چې دا ډول قضیې وڅيړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي او دوي باید د ښځو لپاره یو قوي ملاتړ واوسي."


د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی اصلي لامل د سواد د کچې ټیټوالۍ او غربت او ځینې ناوړه دودونه دي.

په دې وروستیو کې د بشر د حقونو ځینو ټولنو اندیښنه وښودله، چې د هیواد په یو شمیر سیمو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښې ډيرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په خاصه توګه ښاري سیمو کې ښځو په ځینو برخو کې پرمختګونه هم کړي.

جمیله ظریف


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG