د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۵

له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د بریتانوي قومندانانو ۴ اندېښنې


د بریتانوي پوځ جګپوړو قومندانانو د دغه هېواد صدراعظم ته خبرداری ورکړي؛ چې له افغانستان څخه له وخت نه مخکې د ځواکونو د ایستلو په صورت کې به القاعده بېرته راستنه شي.

په لندن کې خپریدونکې ورځپاڼې ″سنډې ټیلګراف″ په خپل یو رپورټ کې دا هم لیکلي، چې بریتانوي قومندانانو د افغان ځواکونو د وړتیاو په اړه هم شک څرګند کړی دی.


د بریتانیې پوځي قومندانانو له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې څلور اساسي اندیښنې مطرح کړي.

د سنډې ټیلګراف ورځپاڼه لیکي، چې په دې اندیښنو کې په افغان پوځ کې د غیرحاضر لوړه کچه؛ په نړیوالو ځواکونو د حملو زیاتیدل، له طالبانو سره د افغان ځواکونو یو ځای کیدل او په افغان پولیسو کې د فساد موجودیت شامل دي.

ورځپاڼه لیکي، د بریتانیې قومندانانو ویلي، چې د دغو مواردو موجودیت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو ستراتیژۍ زیانمنوي.

ورځپاڼه لیکي، چې دوی د بریتانیې صدراعظم ته خبرداری ورکړې، چې له افغانستان څخه له وخت نه مخکې د ځواکونو د ایستلو په صورت کې د دې امکان موجود دی، چې القاعده راستنه شي.

د سنډې ټیلګراف ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله دا هم لیکلي؛ چې افغان ځواکونه به د دې جوګه نه وي، چې په راتلونکې کال کې د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت له دې نظر سره موافق نه دی. د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې افغان ځواکونه بشپړ چمتوالې لري، څو امنیتي مسؤلیتونه په غاړه واخلي.

″په دې کې هیڅ شک نه دی موجود، موږ بشپړ ډاډ لرو، چې دا بهیر به په بریالۍ توګه پرمخ ولاړ شي او په افغان ځواکونو کې دا وړتیا او قابلیت موجود دی.″

له اوسني پلان سره سم ټاکل شوی، چې افغان ځواکونه د ۲۰۱۳ میلادي کال تر نیمایي پورې د هېواد امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي او د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پورې ټول بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

د امریکا او بریتانیی مشران بارک اوباما او ډېوېډ کیمرون دواړه له دې مهال ویش سره موافق دي.

دا په دې معنی ده، چې په هغو نهو زرو بریتانوي ځواکونو کې، چې اوس مهال په افغانستان کې میشت دي په راتلونکې کال کې د پام وړ کمې راشي او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به ددوی ډیره کمه برخه پاتې شي.

خو سنډې ټیلګراف له افغانستان څخه له وخت نه مخکې د ځواکونو د ایستلو په اړه موجودو اندیښنو ته اشاره کوي او وایي، چې دا اندیښنه یوازې تر بریتانیې پورې نه ده محدوده، بلکه په امریکا کې هم احساسیږي.

د ورځپاڼې په وینا امریکا غواړي، چې د روان کال تر پایه پورې خپل دیرویشت زره پوځیان له افغانستان څخه وباسي، چې په پلې کیدو سره به یی د امریکایی ځواکونو شمیر له نوي زرو څخه شپیتو زرو ته راکم شي.

خو سنډې ټیلګراف لیکي، چې اوس مهال د امریکا ولسمشر اوباما له ځینو فشارونو سره مخامخ دې، څو د حالاتو د خرابیدو له کبله ددغو ځواکونو ایستل وځنډوي.

له دې مخکې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان الن وویل، چې افغان ځواکونه د ۲۰۱۴ میلادي کال په وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم ملاتړ ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي، چې بریتانوي قومندانان دې ته اندیښمن دي، که د ځواکونو په ایستلو کې بیړه وشي، نو ممکن طالبان بیرته راستانه شي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم بریتاني قومندانانو د وسله والو د شمیر په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو ځینې داسې اټکلونه موجود دي، چې اوس مهال ددوی شمیر پنځه دیرشو زرو ته رسیږي.

دا هم ویل کیږي، چې یو زیات شمیر نور وسله وال چمتو دي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي.
XS
SM
MD
LG