د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

ولسي جرګې د دفاغ او کورنیو چارو له وزیرانو د بارو رایه واخیسته


ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو له وزیران عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي څخه د باور رایه واخیستله.

په استیضاح کې د بریاليتوب لپاره دواړو وزیرانو باید یو سلو څلورویشت رایې پوره کړې وې، خو عبدالرحم وردګ دوه اویا او بسم الله محمدي نوي رایې خپلې کړې او په دې توګه د ولسي جرګې د باور رایو په ګټلو کې پاتې راغلل.

ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو وزیران پر کنړ د پاکستان له خاورې د راکټي بریدونو او ځینو نورو ستونزو له امله استیضاح کړي و.

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرئوف ابراهیمي له جمهور رئیس حامد کرزي نه وغوښتل چې ددغو وزیرانو پر ځای نوي کسان ولسي جرګې ته ور وپیژني.
XS
SM
MD
LG