د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

الن: له پاکستان سره د همکاریو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی


د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته دا خبره کړې ده.
جنرال الن نن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره ولیدل.
د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته دا خبره کړې ده. جنرال الن نن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره ولیدل.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن وویل، چې له پاکستان سره د همکاریو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

تر هغه وروسته، چې د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د ناټو د کاروانونو لارې خلاصې کړې، دا اسلام اباد ته د جنرال جان الن اول سفر دی.

د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته دا خبره کړې ده.

جنرال الن نن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره ولیدل.

د دواړو پوځي جنرالانو په حواله خپره شوې اعلامیه وايي، چې دوي د افغانستان او پاکستان پر سرحداتو د امنیت د ښه کېدو او همدا راز د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي، جنرال جان الن ویلي:

"زه له دې لیدنو کتنو د ښو پایلو په تمه یم. موږ د داسې مشارکت د رامنځ ته کولو په لور پرمختګ کوو، چې د منلو وړ ، ستراتیژیک او په احتیاط طرح شوی وي او د سیمې د امنیت او ثبات پر ټینګښت متمرکز وي."

د فرانس پریس اژانس په حواله، پاکستان ته د جنرال جان الن سفر له اسلام اباد سره، چې د تروریزم په ضد جګړه کې د امریکا له متحدینو دی، د روابطو د ښه کولو لپاره هڅې ګڼل کیږي.

د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې د لږترلږه ۲۴ پاکستاني عسکرو وژل کیدلو او په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امریکايي ځو اکونو عملیاتو ، د اسلام اباد او واشنګټن روابط ډیر خراب کړل .

دواړو خواوو د سه شنبې په ورځ د ۲۰۱۵ کال تر پایه د پاکستان له خاورې د ناټو د ځواکونو د اکمالاتو د کاروانونو لپاره د اجازې تړون لاسلیک کړ.

دا له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره تر ټاکلې مودې یو کال زیات وخت دی.

د پاکستان د پوځ د مشرجنرال اشفاق کیاني په حواله راغلي، چې د نن ورځې په خبروکې د پاکستان د پوځ او د ناټود ځواکونوترمنځ د ګډ ستراتيژیک او عملیاتي تفاهم د زیاتولو سره مرسته کړې ده .

د جنرالانو جان الن او اشفاق کیاني د خبرو په اړه اعلامیې په مشخص ډول د هغو ستونزو یادونه نه ده کړې ، چې په وروستیو کې يې د افغانستان ، پاکستان او ناټو ځواکونو ترمنځ روابط متاثره کړي دي.

رپوټونه وايي ، چې د امریکا حکومت له پاکستان څخه د حقاني د وسله والې شبکې په ضد د اقدام غوښتنه کړې ده .
اوسمهال د پاکستان د استخباراتو د ادارې مشر په متحدو ایالاتو کې دی .

دا په تیر یوه کال کې اول وار دی ، چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې مشر واشنګټن ته تللی دی.
XS
SM
MD
LG