د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۴

د یوې تنکۍ پیغلې دردونکي کیسه


د زابل ولایت د توري د کلي اوسیدونکی تنکۍ پیغله(سلیمه) د کابو درې میاشتو مسلسلو شکنجو او پرې د جنسي تیري څخه د خلاصون په خاطر له کوره وځي او ځان د زابل ولایت امنیتي چارواکو ته رسوي.

د زابل ولایت امنیتي چارواکي مسئله د هغه ولایت د ولایتي شورا د ښځو چارو له برخې شریکوي، څارنوالۍ ورته جنایي دوسیه جوړوي او محکمه یي د کوچېنانو زندان ته راجع کوي.

د زابل د ولایتي شورا منشي فوزیه وایي:

«ماته زنګ راغی، چې جنایي ته راشه، دلته یوه وړه نجلۍ ده هغه تسلیم شه، د ولایتي شورا د ښځو په برخه کې د دې ستونزه حل کړه، جنایي کېس ورته جوړ شوی و.

ما غوښتل چې مشران یي راوغواړم او مسئله خلاصه او کور ته یي وسپارم، محکمې ماته مکتوب راکړ او د هغې له مخې مې د اطفالو محبس ته تسلیم کړه او غوښتل مې چې موضوع یي خلاصه کړم.»


فوزیه زیاتوي، د سلیمې په دوسیه کې له دې ډډه شوې وه چې پر سلیمې یي ناسکه ورور، له میاشتو میاشتو راهییسې جنسي تیرۍ کاوه او شکنجه کوله یي.

سلیمه تنکۍ کلیواله پیغله وه، د زیاتو ویلو او ناندرو تجربه یي نه لرله او د بلې خوا د ورور شکنجو او مسلسلو جنسي تیریو لا بې زړه کړې وه.

سلیمي د کوچېانو په زندان کې خوله بیرته کړه چې، دې خو جرم نه دی کړې بلکې ناسکه ورور له درې میاشتو راهیسي شکنجه کړې او جنسي تیرۍ یي پرې کړی دی.

د ولایتي شورا منشي« فوزیه » د قضیي اصلي ټکي ته متوجه کې او پر سلیمي د دې د ورور د جنسي تیري موضوع رسمي کوي:

«د اطفالو نه ماته زنګ راغی، چې قضیه بل شی ده، نجلۍ ویلي د ورور له خوا شکنجه شوی او جنسي تیرۍ پرې شوی دی.

مسئله رسمیاتو ته ووته، په شفاخانه کې کمیسیون دایر شو، معایناتو وښوده چې درې میاشتنی ماشوم لري، ټول بدن یي په وهلو او شکنجو شین شوی و او زخمي زخمي وه.»


سربیره پر دې څرګندونو، ازادۍ رادیو ته د هغه استعلام کاپي هم رسیدلی چې، د زابل ولایت د اصلاح د مرکز سرپرست عبدالواحد مبارز، سلیمه د عدلي معایناتو لپاره، د زابل ولایت ملکي روغتون ته استولی ده.

د یاد روغتون د عدلي طب قابلې او ډاکتر لیکلي چې سلیمه د حبیب اله لور شکنجه شوې، د بدن ډیرې برخې یي په وهلو شنې شوي، د سر او ورانه پرهرونه یي کابو پنځه سانتي متره اوږده او څلور سانتي متره ژور دي او سربیره پر شکنجو، جنسي تیرۍ هم ورسره شوې دی.

ومو غوښتل، چې د قضیي په هکله د زابل ولایت د چارواکو نظر ولرو، خو اړیکې مو یوازې د زابل د ولایتي شورا له ريیس حاجې عبدالعزیز توخي سره ټینګ شول او د پیښې په هکله مو ځیني وپوښتل:

«په دې حصه کې زه هیڅ معلومات نه لرم، مانه په دې برخه کې پوښتنې مه کوه.»

سلیمي په زندان کې ښځینه ساتونکو ته ویلي و، چې دا د خپل ورور ظلم او جنسي تیرۍ مجبوره کړې چې له کوره ووځي.

دا د عدالت په تمه وه، خو خبره نه وه چې د عدالت پرځای، په خپله زنداني کیږي.

وروستی راپورونه وایي چې سلیمه د ځایي چارواکو او مشرانو په مصلحت له زندانه ایستل شوې او ویشتل شوې ده.

راپورونه دا هم وایي، د سلیمې ورور چې سلیمه یي شکنجه کوله او جنسي تیرۍ يي پرې کاوه، د قلات په ښار سرې سترګې ګرځي.

راپور: خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG