د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ملي امنیت: پر کابل ښار بریدکوونکي مخالفین ووژل شول


امنیتي چارواکي وایي، چې د څرخي پله په سیمه کې یې هغه وسله وال مخالفان ووژل چې غوښتل یې پر کابل ښار وسله والې او ځان وژونکې حمله ترسره کړي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشعل ازادي راډیو ته وویل، چې دا پنځه تنه وسله وال مخالفان چې په سپکو او درنو وسلو او ځان وژونکو واسکټونو سمبال وو تیره شپه د کابل ښار په ختیځه څنډه د څرخي پله په سیمه کې په یوه کور کې ځای پرځای شوي وو.

مشعل څرګنده کړه، چې دوي ته د دې وسله والو مخالفانو په اړه له مخکې نه خبر ور رسیدلي وو او دا سیمه یې کلا بنده کړې وه.

ده وویل، چې په لومړي سر کې امنیتي ځواکونو پر وسله والو مخالفانو غږ وکړ، چې تسلیم شي خو هغوي تسلیم نشول او امنیتي ځواکونو پرې عملیات ترسره کړل.

د لطف الله مشعل په خبره په عملیاتو کې ځیني وسله وال مخالفان د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول او ځینو یي خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول او ووژل شول.

د ملي امنیت د ریاست ویاند وویل، چې امنیتي مسوولان په هغه موټر کې د چاودیدونکو موادو په شنډولو بوخت دي چې د دې وسله والو مخالفانو له خوا د ځان وژونکې حملې لپاره چمتو شوی وو.

لطف الله مشعل څرګنده کړه، چې سیمه له ځایي اوسیدونکو څخه له مخکې نه تخلیه شوې وه او په دې پیښه کې عام وګړي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نامعلوم ځای څخه ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي نن پرکابل د کومې حملې پلان نه درلود او نه هم د دوي وسله والو حمله کړې، ده وویل ملي امنیت په دې ډول تبلیغاتو ځان پیاوړی ښیي.

خو لطف الله مشعل دا خبره رد کړه او ویې ویل، چې وسله وال طالبان ډیرې ډلې لري او ښایي چې دا پنځه تنه د طالبانو کومې بلې ډلې پورې تړاو ولري.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG