د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د لندن په المپیک کې تر اوسه چېن ډیر ښه ځلیدلی


د المپیک د لوبو په تاریخ کې دا دریم ځل دې چې دا لوبې په لندن کې تر سره کېږي او د راپورونو له مخې د دې سیالیو لپاره د بریتانیا په پایتخت کې ځانګړې تدابیر نیول شوي دي.

د هغو شپږو افغان لوبغاړو له ډلې څخه چې له کابله لندن ته تللي وو، دوه تنه یې له دې مسابقو لیرې شول.

اوس یواځې د څلورو افغانانو نومونه په جدول کې لیدل کېږي، تهمینه کوهستانۍ او مسعود عزیزي په ځغاسته کې او روح اله نیکپا او نثار احمد بهاوي به د تکواندو په مسابقو کې ګډون وکړي.

چېن چې د دوه زره اتم میلادي کال د المپیک کوربه وو اوس د اتلولي مقام ته رسیدلی او د لندن په المپیک کې ډیر ښه ځلیدلی، خو د اګست تر دیارلسمه پورې نورې ډیرې سیالۍ په مخ کې دي او وبه لیدل شي چې ډیر مډالونه به کوم هېوادونه ترلاسه کړای شي.

چېن تر اوسه ډیر مډالونه تر لاسه کړي او د جدول په سر کې دی. ډیرو چېناني ورزشکارانو د دایف یا له لوړې فاصلې څخه اوبو ته د ټوپ وهلو په برخه کې اخیستی.

متحد ایالات دوهم مقام لري. د امریکا لامبوزن د لندن په المپیک کې ښه وځلیدل دوې په دې برخه کې څلور د سرو زرو او پینځه د سپینو زرو مدالونه تر لاسه کړل. ورپسی فرانسه او جنوبي کوریا راځي.

یو شمېر لوبډلې، چې فکر نه کېده ښه به وځلیږي لکه قراقستان او شمالي کوریا هم درې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل او هر یو پینځم او شپږم مقام ته ورسیدل، خو بریتانیا چې د دې مسابقو کوربنه ده تر اوسه هیڅ مدال نه دې تر لاسه کړي او تر اوسه د دې هېواد د ورزشکارانو هڅې تقریبا بې نتیجې دي.
XS
SM
MD
LG