د افغانستان د مخابراتو وزارت ژمنه وکړه، چې د هېواد پوهنتونونو ته د معلوماتي تکنالوژی اسانتیاوې برابرې کړي.
د نوري فائبر له لارې به د کندهار، ننګرهار، بلخ، د ښوونې او روزنې او د کابل طبي پوهنتونونه، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې یو له بل سره وصل شي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وایي، د نوري فایبرله لارې یي یو له بل سره د پوهنتونونو وصلولو ته، درې میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین د سې شنبې په ورځ په کابل کې د لوړو زده کړو له وزیر سره د تفاهم نامې د لاسلیک کېدو پر مهال وویل، هڅه روانه ده چې په راتلونکې کې د هېواد ټولو پوهنتونونو ته د معلوماتي تکنالوژی اسانتیاوې برابرې کړي:
«هدف دا دی، چې پوهنتونونه مو د نوري فایبر له لارې وصل شي، د لوړو زده کړو له وزارت سره دوه مرستې کوو، یو د پوهنتونونو، یو له بل سره وصلول او دوهم هغه وسایل چې په راتلونکې کې دوي ورته د انټرنیت په برخه کې ضرورت لري، ورته یي برابروو. اوس مو ورته درې میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.»
سنګین وویل، په هېواد کې د زده کړو د کېفیت د ټیټوالي سبب، په تعلیمي چاپیریال کې د معلوماتي تکنالوژی کموالی دی.
د لوړو زده کړو وزیر ډاکترعبیداله عبید وویل، پرمختللې معلوماتي تکنالوژی به وکړای شي چې د هېواد د پوهنتونونو اړیکې د نړۍ له مهمو پوهنتونونو سره ټینګ کړي.
ډاکترعبید وویل، د پوهنتونونو ترمنځ اړیکې به دا اسانتیاوې رامنځته کړي چې، افغان محصلان د نړۍ د نویو علمي څیړنو څخه خبر او ګټه ځیني واخلي:
«کله چې په لوړو زده کړو کې د لوړکېفیت خبره مطرح کېږي، د ښه والي یوازینی لار ېې د پرمختللې تکنالوژی کارول دي.
د دې لارې کولای شي د نړۍ د پوهنتونونو له څیړنو، علمي پرمختګونو او تجربو څخه کار واخلو.»
ډاکترعبید زیاته کړه، اوس مهال د هېواد په پوهنتونونو کې د ستلایت له سیستم څخه کار اخیستل کېږي، خو د نوري فایبر د سیستم کارول به ډیرې انترنیټي اسانتیاوې رامنځته کړي.
افغان محصلان چې په پوهنتونونو کې د پرمختللو تخنیکي وسایلو له نشتوالي او زوړ تعلیمي نظام څخه شکایت کوي هیله ښيي چې، د نوي سیستم له فعالیدو سره به، نویو علمي څیړنو ته لاس رسی ولري.
د افغانستان تعلیمي نظام د هېواد د نورو جوړښتونو په څیر دیرش کلنو جنګونو زیانمن کړی او چارواکې وایي چې د دې نظام بیا رغیدل او پرمختګ وخت ته ضرورت لري.
راپور: خان محمد سیند