د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۹

کراکر: په راتلونکو جګړو کې دې د افغانستان او عراق درسونه نه هېرېږي


ښاغلى کراکر
ښاغلى کراکر
په کابل کې د امریکا سفیر چې په نژدې راتلونکي کې یې دنده پای ته رسېږي امریکايي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د راتلونکو جګړو پرمهال د افغانستان او عراق درسونه په پام کې وساتي.

په کابل کې د امریکا سفیر، هغه ډیپلومات چې د عراق او افغانستان په جګړو کې ترټولو زیات ښکېل پاتې شوی وايي، امریکايي پالیسي جوړوونکي د ایران او سوریې په ګډون د راتلونکو جګړو په اړه د غور پرمهال باید د نژدې ماضي له درسونو زده کړه وکړي.

نیویارک ټایمزورځپاڼه لیکي، 63 کلن راین کراکر که څه هم له یوې دردوونکې ناروغۍ ځورېږي خو بیاهم نشي کولای خپل فکر له هغو بحرانونو خلاص کړي چې د ده تخصص جوړوي لکه د افغانستان او پاکستان، ایران او سوریې او د عراق او لبنان کړکېچونه.

کراکر له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې امریکا باید د جګړو د ناوړه عواقبو قوانین په یاد ولري، د خپل اصلي قدرت حدود وپېژني او دا یې په پام کې وي چې اکثراً په یوه کړکېچ کې له ښکېلېدو وروسته له هغه څخه د وتلو لاره په همغه اندازه ورانوونکې ده لکه په خپله اصلي منازعه چې ده.

دی وايي، په سړه سینه حساب وکړئ چې آیا تاسو په رښتیا هم په دې اړه چې څنګه کولای شئ چارې پر مثبته لار سمې کړئ، فکر کوئ.

ورځپاڼه لیکي، کراکر چې د روانې میاشتې په پای کې متقاعد کېږي، خپله هغه دنده پای ته رسوي چې له ویتنام څخه د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو سره پیل شوې وه او هغه مهال پای ته رسېږي چې په افغانستان کې د دولت جوړونې د هڅو دوره پای ته رسېږي، خو هغه نتیجه یې نه ده ورکړې چې پالیسي جوړوونکي ورته انتظار وو.

نیویارک ټایمز زیاتوي، دا هېلې چې عراق به سوله ییز او په عربي نړۍ کې د امریکا متحد هېواد وي خاورې شوې او پرځای یې هلته داسې یو مستبد حکومت واکمن شو چې د ایران خواته دېر تمایل لري خو په افغانستان کې بیا په هرڅه کې پوښتنې شته، مثلاً آیا انتخابات به عادلانه وي، آیا افغان امنیتي ځواکونه به له وسله والو سره جګړه وکړای شي او آیا حکومت به په خپلو پښو ودرېدای شي کنه.

کراکر شک نلري چې امریکایان به په نورو قلمروونو کې له پردیو پرته بل څه وي. دی وايي، امریکایان په خپل قلمرو کې نه بلکې د بل په لوبغالي کې په جګړه بوخت دی نو باید د هغو هېوادونو دفضا، تاریخ او سیاست په اړه لازم معلومات ولري چې اشغالوي یې.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، ښاغلی کراکر که څه هم په عام محضر کې خوشبین ښکاري او په اصطلاح د ګیلاس ډکه نیمايي ویني، خو د ده همکار ډيپلوماتان وايي چې د نوموړي شخصي نظریات توپیر لري. دا ډيپلوماتان وايي، کراکر د خپلې اته دېرش کلنې تجربې پربنسټ بیا بیا د امریکا د قدرت له حدودو او له هغه څه سره چې امریکا یې د دفاع په دریځ کې ده، د ګڼو اړخونو د دښمنۍ په وړاندې مقابله کړې.

د همدې تجربو په رڼا کې ښاغلی کراکر لومړی په عراق او وروسته په افغانستان کې له سیاسي مشرانو سره د اعتماد د فضا په رامینځ ته کولو بریالی شو. یوکال مخکې کله چې دی کابل ته ورسېد، ولسمشر حامدکرزی د نورو مسایلو ترڅنګ د هغه څه په خاطر ډېر په غوسه شوی و چې ده د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته د امریکا او نورو لویدیځوالو له لوري بې احترامي بلله.

نیویارک ټایمز زیاتوي، خو کراکر په دې وتوانېد چې د پاکستان او ایران له پراخ مخالفت سره سره ولسمشرکرزي ته د افغانستان او امریکا د ستراتیژیک شراکت د موافقې د ګټو په اړه قناعت ورکړي.
XS
SM
MD
LG