ملي باور ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله د امریکا د کانګرس د پریکړې په اړه لیکلي؛ چې د دې هېواد له بهرنیو چارو وزارت نه یې غوښتي، حقاني شبکه به تروریستي لست کې شامله کړي.
ملي باور لیکلي که دغه شبکه په تور لست کې شامله شي، نو د افغان دولت او حقاني شبکې ترمنځ د سولې کوم تار که موجود وي، هغه به هم وشلیږي.
د لیکوال په باور افغان دولت باید مخکې له دې چې حقاني شبکه په تور لست کې شامله شي؛ له پاکستان سره د دې شبکې په اړه یو غوځ اقدام وکړي.
ملي باور لیکلي، باید داسې هلې ځلې وشي، چې حقاني شبکه د پاکستان له کنټرول نه لرې او د سولې په اړه تمایل ته اړه کړای شي.
ویسا ورځپاڼې هم په خپل یوه مطلب کې د حقاني شبکې په اړه د امریکا د کانګرس پریکړه څیړلې.
ویسا لیکلي، دغه اقدام وروسته له هغې اخیستل کیږي، چې پاکستان د امریکا له بیا بیا غوښتنې سره سره د حقاني شبکې پر ضد عملیات ونه کړل.
ورخپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي، د ښې حکومتوالۍ په اړه د ولسمشر وروستي فرمان د ولسي جرګې غړي په دوو برخو وویشل.
د لیکوال په باور یوه برخه وکیلان دغه فرمان د نظام د مطلقه کیدو پر لور یو ګام بولي او بله ترې بیا کلک ملاتړ کوي.
خدمتګار ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د دې فرمان د عملي کېدو لپاره د خلکو ملاتړ شرط بللی.
ورځپاڼې لیکلي، په ځینو ولایتونو کې قومي مشرانو له دې فرمان نه د ملاتړ لپاره د غونډو تابیا نیولې.
خو د مقالې په یوې برخه کې راغلي، په روانو شرایطو کې چې واکمنۍ کړۍ له یوې خوا په سازماني ډول په فساد کې ښکېلې دي او له بل لوري نه غواړي؛ چې واک له لاسه ورکړي، د دې فرمان د عملي کېدو په اړه شکونه موجود دي.
خدمتګار لیکلي، دغه وضعیت په تیرو لسو کلونو کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې مخه نیولې وه او که بیا هم جمهور رییس ورسره له نرمۍ کار واخلي، نو نوي فرمان ته یې تمه نه ده په کار.
د هېواد دولتي ورځپاڼې د نننۍ ګڼې د لومړي مخ اکثره مطالب هم د دولتي چارواکو په ځانګړې توګه د جمهور رییس لیدنو کتنو ته ځانګړې شوی دی.
د هېواد په یوه مطلب کې راغلي، یو شمېر افغان ښځو له جمهور رییس حامد کرزي څخه د ښځو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
هېواد همداراز په خپل لومړي مخ کې د جمهور رییس کرزی د راډیويي وینا بشپړ متن هم خپور کړی.
ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په هېواد کې د قانون د حاکمیت په اړه تبصره کړې او په هغې کې یې د خلکو پر رول ټینګار کړی دی.
د سرمقالې په یوې برخه کې راغلي، له ډیرو لوړ رتبه چارواکو نیولې بیا تر عادي وګړو پورې ټول باید د قانون واکمنۍ او تطبیق ته ودانګي.
هېواد لیکلي په هغه صورت کې به بیا په هېواد کې د ټولو چارو سمیدو او پرمختګ ته لاره هواره شي.