د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

"د حیات الله دیاني د محکمې پروسه شفافه نه وه"


د حیات الله دیاني ورور او د مدافع وکېل مرستیال خالد احمد دیاني
د حیات الله دیاني ورور او د مدافع وکېل مرستیال خالد احمد دیاني
وروسته تر هغه چې د پښتني بانک پخوانی رئیس حیات الله دیاني د اداري فساد پر ضد د مبارزې د لومړنۍ محکمې له خوا په 20 کاله بند محکوم شو، مدافع وکېل یې وايي، چې دغه محکمه عادلانه نه وه.

د حیات الله دیاني ورور او د مدافع وکېل مرستیال خالد احمد دیاني د پنجشنې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ورور دوسیه یې یوه سیاسي دسیسه ده او د بانک له خوا سوداګرو ته ورکړل شوي پورونه د اختلاس په توګه یاد شوی دی.

نوموړي پر لویه څارنوالۍ تور ولګاوه، چې د نوموړي پر ورور او د پښتني بانک له پخواني رئیس څخه یې سمې او شفافې څیړنې نه دي کړي او له افغان حکومته یې وغوښتل، چې د نوموړي استیناف محکمه دي علني وي.

خالد احمد دیاني دا هم وویل، هغه 31 شرکتونه چې د پښتني بانک له خوا ورته پورونه ورکړل شوي وه، اوس هم په افغانستان کې دي، چې بانک یې ضمانتونه لري، خو عدلي او قضايي ادارو له هغوي څخه هیڅ پوښتنه نه ده کړې.

ده وویل، چې په هېواد کې ځیني سیاسي کړۍ او اقتصادي مافیا غواړي په دې ډول پښتني بانک له ستونزو سره مخ کړي.

د پښتني بانک پخوانی رئیس حیات الله دیاني دوه کاله وړاندې له خپلې دندې لري شوی وو، دی د دې بانک له 2 نورو پخوانیو کارکوونکو سره یو ځای د چهارشنبې په ورځ د اداري فساد پرضد د مبارزې د لومړنۍ محکمې له خوا د نږدې 13 میلیونه ډالرو او شا او خوا اوه سوه دوه څلویښت میلیونه افغانیو اختلاس په تور په 20 کاله بند محکوم شو.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څانګې رئیس ابوبکر رفیعي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حیات الهس دیاني او ملګرو لوموړنۍ محکمه یې علني وه او که دوي ته د منلو وړ نه وي استیناف غوښتلای شي:

“قضیه مشخصه ده، د محکمې په حکم کې راغلي، چې په 20 کاله تنفیذي بند محکوم دی او د هغو ټولو پیسو په ورکړې، چې اختلاس شوي دی او د نږدې 13 میلیونه ډالرو او تر 74۲ میلیونه افغانیو اختلاس شوو پیسو په اندازه جریمانه ورکول دي.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې لومړنۍ محکمه علني وه، که چېرې محکوم شوي کسان قناعت ونه لري، نو استیناف محکمې ته تللای شي.”


په پښتني بانک کې د اختلاس د مسالې ترڅنګ د کابل بانک په خصوصي بانک کې هم اختلاس په دومره لوړه سطح وشو، چې دا بانک یې له ماتې سره مخامخ کړ او د دوسیې په اړه یې لا هم څیړنې دوام لري.

افغانستان اوس مهال په نړۍ کې د هغو هېوادونو په ډله کې راځي، چې خورا ډیر اداري فساد په کې موجود دی او افغان حکومت په ملي او نړېواله کچه له همدې امله له ډیرو انتقادونو سره مخ دی.

افغان حکومت په تیرو څو کلونو کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې بېلابېلې ادارې جوړې کړي، خو خلک وايي دغه مبارزه په هغه ډول نه ده شوې، چې هیله یې کېده.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG