د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

څیړونکي: امریکا په افغانستان کې د خپل حضور بڼه بدلول غواړي


وروسته ترهغې چې ولسمشر بارک اوباما وویل، القاعده او طالبان ځپل شوي او په افغانستان کې جګړه د پای ته رسیدو په حال کې ده سیاسي څیړونکي وایي، چې امریکا په دې هېواد کې د خپل پوځي حضور د بڼې د بدلیدو په هڅه کې ده.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، چې د اسامه بن لادن او د القاعده شبکې د ځینو نورو مشرانو له وژل کیدو سره دا شبکه کمزورې شوې خو القاعده او وسله وال طالبان لا هم فعالیت لري او دیته اړتیا شته چې پرضد یې مبارزه دوام وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالستار سعادت د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې امریکا له افغانستان سره د پوځي تړون پراساس چې ډیر ژر به په اړه یې خبرې پیل شي هڅه کوي چې د وسله والو طالبانو پرضد جګړه افغان ځواکونو ته وسپاري او خپل ځواکمن نړیوال دریځ هم وساتي:

"له زماني پلوه د دې جګړې اوږدیدل د امریکا پر غرور او په نړۍ کې د متحده ایالاتو د ځواک پر شهرت بده اغیزه کوي.

نو ځکه امریکایي چارواکي هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپل دښمن ځپل شوی وښیي او داسې څرګنده کړه چې ګوندې دوي بریالي شوي او نور کوم ګواښ او خطر نشته.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا هم جنګ شته او طالبان په خپل توان سره پاتي دي".


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې تازه ژمنه کړې چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته رسوي خو له افغان ځواکونو سره به امریکا پراخې اړیکې لري او په دې هیواد کې به وضع له نږدې څاري.

جمهور رییس اوباما دغه راز ویلي چې القاعده د ماتې په درشل کې ده او وسله وال طالبان هم ډیر ځپل شوي او نور جدي ګواښ نه بلل کیږي.

ولسمشر اوباما څرګنده کړې چې په افغانستان کې د رواني جګړې له پای ته رسیدو مخکې به د امنیتی چارو مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي او د افغان ځواکونو و ړتیاوې به له هره پلوه ډیرې لوړې شي.

خو د سیاسي چارو څیړونکې ډاکټرفاروق اعظم د ولسمشراوباما دا څرګندونې ترډیره د انتخاباتي مبارزو یوه برخه بولي او وایی چې د دې ډول خبرو عملي کول حتمي نه بریښي:

"دا د انتخاباتي مبارزې یوه برخه ده او حتمی هم نه ده چې په عمل کې هم همداسی وي.

کله چې امریکا غواړي کوم ځای ته پوځيان ولیږي نو حالات داسې ښیی چې ورته اړتیا شته او چې کله بیرته وځي بیا هم حالات په خپه ګټه ښکاره کوي.

په افغانستان لاهم پوځ هسی نه ده چې لکه چې ولسمشر اوباما او نور چارواکی وایي او زمونږ ګاونډیو ته امریکا د مداخلې موقع ورکړې ده".


کارپوهان موافق دي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مهم پرمختګونه شوي خو لاهم په سیاسي، امنیتي، ټولنیزو او داسې نورو برخو کې یو لوړ ستونزې شته چې د دوي په خبره د نړیوالې ټولنې له خوا باید ورته په جدي توګه رسیدګي وشي.

په همدې حال کې د افغانستان عام وګړي هم په دې هیواد کې نا امنۍ ډیرې بولي او وایی چې باید د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو لخوا دا ستونزې هوارې شي:

"۱- زما نوم عبدالخالق دی په افغانستان کې جنګونه لا زیات شوي او پای ته نه رسیږي یوازې د ښار په دننه کې که آرامي وي نور په ټولو ولایتونو کې جنګونه دی.

هرڅوک خوښوي چې په هیواد کې یې آرامي وي او دوی ارامه ژوند وکړي.

۲- زما نوم عصمت الله دی د کابل اوسیدونکی یم،جنګ کله پای ته رسیدلی همدا اوس طالبانو له اردو سره او اردو له طالبانو سره نښتی دي.

جنګونه او ځان وژونکې حملې ډیرې دي او هرې خوا ته فساد شته".


امریکا دغه راز دا اعلان کړې چې د روان میلادي کال ترپایه به له افغانستان څخه خپل دیرش زره سرتیري وباسي خو ټینګار یې کړی چې له خپلو نورو متحدینو سره به د افغان امنیتی ځواکونو سمبالولوته پام زیات کړي.

ولسمشربارک اوباما په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو خبرې کوي، چې لاهم د دې هیواد له بیلا بیلو برخو څخه د نښتو او نا امنیو راپورونه ورکول کیږي ان ولسمشر کرزي څه موده مخکې په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې هره ورځ کابو شل تنو امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.
XS
SM
MD
LG