د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

"ویلیام کالدویل د اداري فساد په اړه د څیړنې مخه نیولې وه"


د امریکا د پوځ دومتقاعدو افسرانو د کانګرس هغې کمیټې ته چې د کابل په پوځي روغتون کې د فساد مسله څیړي، په وړاندې کړو شواهدو کې ویلي چې جنرال ویلیام کالدویل ترلاس لاندې چارواکو ته ویلي و، چې د داود خان په روغتون کې د فساد په اړه دې د امریکا د دفاع وزارت له پلټونکو سره اړیکه نه ټینګوي.

کالدویل اوس د امریکا د پوځ د شمال د قومندانۍ مشر او په تکزاس کې د فورټ سام هاسټون د قومندانۍ لوړ رتبه قومندان دی.

د هغه ویاند ډګروال واین شانکس خبري اژانسونو ته وویل، چې دی ډاډه دی چې جنرال کالدویل به د دغې مسلې په اړه د څیړنې هرکلۍ وکړي او دا به د ده لپاره یو فرصت وي چې شویو ادعاو ته ځواب ووایي.

هغه زیاته کړه، دی ډاډه دی چې د ټولو حقایقو او مسایلو د څیړلو په نتیجه به دا معلومه شي چې ټولې ادعاوې ناسمې دي.

د کانګرس د استازیو د جرګې د څارنې او دولتي اصلاحاتو کمیټه چې نن په دې اړه غونډه کوي، ویلي چې جنرال کالدویل به بلې استماعیه غونډې ته ور وغواړي.

د امریکا د پوځ متقاعد ډګروال ګیرالد کاروزا چې د دفاع د وزارت او د افغان ملي اردود د تجهیز او روزنې د ماموریت د حقوقي چارو مسول و، په خپلو شواهدو کې چې یوه کاپي یې اسوشتید پرس له مخکې لاس ته راوړې ویلي چې کالدویل یو ځل په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي و، چې دغه پلټنه دې نه ترسره کیږي، ځکه د کانګرس لپاره د ۲۰۱۰ کال انتخابات ډیر رانژدې دي.

کاروزا زیاته کړه، د ده په باور کالدویل نه غوښتل، چې د امریکا د دفاع وزارت سرپلټونکی دې د کابل په پوځي روغتون کې د فساد او له ناروغانو سره د بد سلوک په اړه څیړنه ترسره کړي.

هغه وویل، کالدویل نه غوښتل، چې له انتخاباتو مخکې د هغه د قومندانۍ په اړه بد خبرونه خپاره شي او دنده یې له خطر سره مخامخ شي.

د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر میاشت کې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د لومړي ځل لپاره د کابل په لوی پوځي روغتون کې چې امریکا ورسره د میلیونو ډالرو مرسته کوي، د فساد او د ناروغانو درملنې ته د نه پاملرنې او له هغوي سره د چارواکو د بد سلکوک مسله راپورته کړه.

په راپور کې ویل شوي و، چې په دې روغتون کې ناروغان د عادي عفونت او خوارځواکي له وجې مري حال دا چې امریکا له دې روغتون سره د کال میلیونو ډالر مرسته کوي.

داسې ادعاوې هم شوي وې، چې په فساد کې ښکیل ډاکتران او نرسان ناروغانو ته د خوراکي موادو او لومړنیو روغتیایي خدمتونو رسولو په بدل کې له هغوي پیسې غواړي.

د استازیو د جرګې د کمیټی یوه بل شاهد د امریکا د هوایي ځواکونو پخواني متقاعد منصبدار شویلیر ګیلیر چې د افغان ملي اردو د روزنې له پروګرام سره همکاروهم په دې روغتون کې له ناروغانو سره د بد سلوک اوفساد مسله تایید کړې او په یوه لیکلي یاد داشت کې چې دې کمیټې ته یې استولی ویلي چې کالدویل نه غوښتل چې د امریکا د پوځ سرپلټونکی په دې اړه څیړنه وکړي.

ګیلیر وویل، ده له جنرال کالدویل سره په هغه غونډه کې حضوردرلود چې په دې پوځي روغتون کې د فساد د څیړنې په اړه جوړه شوې وه. دی وایي له خبرو وروسته څرګنده شوه چې کالدویل د دغې څیړنې ملاتړنه کاوه.

ډګروال کاروزا ویلي چې ده له دریو نورو افسرانو سره چې له کالدویل سره یې په غونډه کې ګډون کړی و، په دې اړه خبرې کړې وې اوټولو ورته د جنرال همدا خبره کړې وه چې دغې څیړنې ته اړتیا نه شته.

کاروزا وویل، کالدویل په غونډه کې پردوی ډیرپه قارشوی و اوورته ویلي و چې په دې قومندانۍ کې داسې غلط څه نشته چې دوی یې ونشي کولای هغه سم کړي.
XS
SM
MD
LG