د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

په کابل کې د ټولنیزو رسنیو د اوونۍ نمانځنه


″نی″ یا دافغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره له ملګروملتو غواړي؛ چې د اسد د میاشتې لومړۍ اوونی دې، ″د ټولیزو رسنیود اوونۍ″ په نوم وپیژني.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ په کابل کې دټولنیزو رسنیو د اوونۍ نمانځنه پیل کړه.



په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې رسنیو د پام وړپر اختیا موندلې او ګڼ شمېر خلک یې د ټولنیزو رسنیو لکه ″فیس بوک، ټویټر، یوټیوب او داسې نورو″ د مطالبو په لوستلو اود پوسټرونو په کتلو بوخت ساتلی دی.

نی د ملګرو ملتو له سازمانه غواړي، چې د اسد میاشتې لومړۍ اوونې دې، د ټولنیزو رسنیو په نوم ونوموي.

نی د یکشنبې په ورځ له خپل اړخه په کابل کې د ټولنیزو رسینو د اوونۍ نمانځل پیل کړل.

د دې ادارې اجرايیوي رییس تجیب اله خلوتګر وویل:

″موږ ټولنیزې رسنۍ چې تراوسه په عمومي توګه خلکو ته تعریف شوي نه دي، وروپیژنو.

هیله ده په دوی کې ځینی نړیوالې ټولنیزې موضوعګانې لکه د اداري فساد پرضد مبارزه یا داسې نورې زیاتې خپرې شي.

موږ دا ورځ نمانځو خو د ملګروملتوله سازمان نه غواړو؛ چې دې اوونۍ ته دې رسمي بڼه ورکړي.″


په افغانستان کې په انټرنټي شبکو کې د ټولنیزو رسنیو د مطالبو او پوسټرونو خپرونو د خلکو او په تیره د ځوانانو پام ځانته اړولی دی.

د ″نی″ چارواکو هیله وښوده، چې د ټولنیزو رسنیو مطالب او پوسټرونه که د بشر د حقونو، اداري فساد، امنیت، د ولسونو او هېوادونو ترمنځ په همکاریو او داسې نورو ټولنیزو او بشري موضوعګانو وڅرخي، نتایج به یې لاپسې ګټور شي.

ژورنالیستان وایي، غوره دا ده، چې د ټکنالوژي له دغه چټک او پرمختللي سیسټم څخه مثبته ګټه پورته شي.

یوه افغان ژورنالیسته ویدا برکي وایي:

″نن سبا د انټرنت له برکته ځوانان ترډیره ځایه د فیس بوک، ټویټر او یوتیوب له خپرونو ګټه اخلي، دا رسنۍ له ځوانانو سره په تعلیمي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې مرسته کولی شي. دا رسنۍ باید د غلطو او ناوړه هیلو لپاره استعمال نه شي.″

په افغانستان کې د رسنیو له پرمختګ سره سره ژورنالیستان وایي؛ چې اوس هم د دوی فعالیتونو ته د قانون سره سمې اسانتیاوې نه دي برابرې او د خبر یا راپور د جوړولو پرمهال، هم د مخالفینو او هم د دولتي چارواکو له خوا له ستونزوسره مخ کېږي.

په افغانستان کې نن سبا څه کم شپیته تلویزیونونه، په لګسونو راډیو ګانې او په سلګونو چاپي رسنۍ فعالې دي.

په دوی کې داسی هم شته چې له ځینو سیاسي ګوندونو پورې اړه او د ټولنیزو او بشري موضوعګانې څخه زیاتې، د خپلو ګوندونو سیاسي نظریې خپروي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG