د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۵

طالبانو ته د ډېوېډ کامرون خبرداری!


انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د دې هېواد د صدراعظم ډېوېډ کامرون د سفر په اړه یوه مقاله لیکلې او سر لیک یې ورکړی: کامرون د بهرنیو ځواکونو له وتلووروسته طالبانو ته د حملو کولو خبرداری ورکوي.

ګارډین لیکي، له جګ پوړو انګلیسي پوځيانو سره دا اندیښنې پیدا شوي؛ چې حکومت ممکن له افغانستان څخه ژر خپل عسکر وباسي؛ خو د انګلستان صدراعظم ډېوېډ کامرون په کابل کې وویل، طالبان باید د وسله والو پر ضد جګړو کې د افغان ځواکونو د توان په اړه هیڅ شک ونه کړي.

کامرون دا هم وویل، که چېرېې طالبان له شخړو لاس واخلي، نو په سیاسي عملیې کې د ګډون هر کلی به یې وشي.

ورځپاڼه زیاتوي، د انګلستان صدراعظم، جمهور رییس حامد کرزي ته وویل: “په تېرو درېیو میاشتو کې نړیوالې ټولنې، په راتلونکي لسېزې کې د افغانستان د راتلونکې او سوکالۍ د امن کولو ژمنې کړې دي او موږ غواړو له تاسو سره په ګډه کار وکړو؛ چې د افغانستان راتلونکی ښه کړو.”

ګارډین وړاندې لیکي، د انګلستان صدراعظم په افغانستان کې د سولې د خبرو او مذاکرو په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل؛ د دې وخت رارسیدلی، چې هر یو باید د افغانستان په سوله یېزې سیاسي عملیې کې ګډون وکړي.

هر څوک چې شخړې وغندې او د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي، کولاي شي د جګړو او ورانیو پر ځاي، د خپل هېواد د راتلونکي سوکالۍ کې ونډه واخلي.

ورځپاڼه لیکي، د انګلستان صدراعظم دا هم څرګنده کړه، چې د سولې لپاره باید زیات کار وشي، د سولې پلان باید د زیاتو سیاسي خبرو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښې همکارۍ له لارې لا ښه شي، خو دا پلان باید په دې شیانو پورې مربوط نه شي.

انګلستان چاپ بلې ورځپاڼې انډپنډنټ هم د کامرون د خبرو په اړه څرګندونې کړې او په یوې برخې کې یې لیکي؛ چې صدراعظم ډېوېډ کامرون افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ؛ چې له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وسره به هم د انګلستان ملاتړ دوام وکړي، خو د ده خبرې ممکن د طالبانو د کوټې شوری او د پاکستان استخباراتي اداره (آی. اېس. آی) ونه بیروي.

ورځپاڼه زیاتوي، ډېوېډ کامرون افغانستان ته د خپل سفر په جریان کې افغان امنیتي ځواکونو ته د انتقال مساله یاده کړه؛ خو د نیټې په اړه یې خبرې ونه کړې.

داسې بریښي، چې کامرون د انګلستان د پوځ د نوي لوی درستېز ″آلیور لیڼوین″ (Oliver Letwin) هغه راپور تایید کړی؛ چې وایي، که چېرې انګلستان له ټاکلې نیټې څخه مخکې یعني په ۲۰۱۳ کال کې خپل ټول جنګی عسکر له افغانسنان څخه وباسي، په دې کار سره به ۳ میلیارده پونډه وسپموي.

انډپنډنت وړاندې لیکي، د انګلستان جګ پوړې پوځي مشران اندیښمن دي چې له افغانستان څخه به له وخته مخکې د ځواکونو په ایستلو سره امنیتي لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

دوی وایي، په هملند ولایت کې یوشمېر سيمې چې دوه کاله مخکې د جګړو ډګرونه وو؛ دا مهال د عسکرو د موجودیت په برکت نسبي آرامې او با ثباته دي.
XS
SM
MD
LG