د ولسي جرګې د روان تقنیني کال دوهمه نیمایي، د یکشنبې په ورځ د اسد د میاشتې په لومړۍ نیټه پیلیږي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال شیخ نعمت اله غفاري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې دوی به په راتلونکي کاري پړاو کې د حکومت په اداري چارو؛ د هېواد پرامنیتي مسالو، د طرحو او قوانینو پر تصویب او د خلکو پر ستونزو بحثونه ترسره او د حل لارې به ورته غوره کړي:
″د جرګې غړي به ولایتي راپورونه جرګې ته وړاندې کړي، د امنیت پر وضیعیت به خبرې وشي، د جمهور ريیس وینا چې د اداري فساد پرضد یې کړی؛ هغه وڅیړل شي، د حکومتي ارګانونو د یوشمېر چارواکو د باور د رایو پرمسالې به بحثونه وشي او د ټوکېو کنفرانس پر پرېکړوبه نظرونه وغواړو او سربېره پردې د جرګې یوځانګړی کمیسیون د اداري فساد پر ضد یې د څیړنې کار پرغاړه اخیستی، د کمیسیون راپوربه هم وڅیړو.″
د ولسي جرګې غړي د روان لمریز کال د جوزا په پنځه لسمه ڼیته رخصت شوی و.
د رخصتیو په ورځو کې دوی مکلف وو، چې په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو او بانډو کې د خپلو موکلینو پیشنهادونه، غوښتنې او سیمه ییزې ستونزې راټولې او ولسي جرګې ته یې وړاندې کړي.
غفاري وویل، په دولتي ارګانونو کې د اداري فساد پر ضد مبارزه، په هیواد او سیمه کې روان امنیتي وضیعت، په حکومتي ادارو کې د یوشمېر مسوولینو د باور د رایو مساله هغه موضوعګانې دي؛ چې د جرګې اتلس ګوني کمیسیونونه به ورته پلانونه ترتیب او د بحث لپاره به یې د جرګې عمومي غونډو ته وړاندې کړي.
د ولسي جرګې د معلوماتو له مخې، جرګې له رخصتیو مخکې په تیرې څه باندې څلور میاشتني کاري موده کې، د روان کال مالي بودجه، شپږقوانین او شاوخوا څلرویشت مصوبې تصویب کړي دي.
سربیره پردې، ولسي جرګې په تیرو څلور نیمو میاشتو کې د افغانستان او امریکا ترمینځ د اوږدمهاله ستراتیژیک سند او شپږو نورو نړیوالې موافقتنامو سندونه تصویب کړي دي.
ځیني خلک بیا د ولسي جرګې له کاره په بشپړه توګه راضي نه دي.
دوی وایي، د ولسي جرګې ځینې غړي، ډېر ځلې په شخصي کارونو بوخت او د جرګې په غونډو کې غیرحاضر اوسي. دوی وایي:
″د ولسي جرګې ټول وخت یوبل سره او حکومت په لانجو کې تیرییږي؛ ډیر یې خپلو شخصي کارونو پسې ګرځي، دوی د جیبونو ډکولو ته راغلي، د ملت غم ورسره نشته.″
د اوسنۍ ولسي جرګې د کار پیل له شخړو سره مل و.
لومړی څه باندې دوه میاشتی یې د اداري تشکېلاتو په جوړولو تیرې شوی.
د جرګې د انتخاباتو په نتایجو یې هم له حکومت سره جنجالونه رامنځته شول، څو د انتخاباتو نتایجو ته یو ه ځانګړی محکمه جوړه او د جرګې د نهو غړو پر ځای نهه نور د جرګې غړي شول.
خو جرګه وایي چې په دې کاري پړاو کې به، چارې له پخوا جدي او منظمې پرمخ لاړې شي.
راپور: خان محمد سیند