د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

"پاکستان د اسانتیاوو د رامنځته کوونکي رول لوبولی شي"


افغان ولسمشر حامد کرزي ډاډ څرګند کړ، چې د پاکستان له صدراعظم سره یې خبرو ښې لاستې راوړنه درلوده، خو زیاته یې کړه چې دغه لاسته راوړنې باید په جدي ډول تعقیب شي.

که څه هم ښاغلي کرزي د خپلو خبرو نتایج روښانه نه کړل خو وې ویل، چې د سولې او امنیت لپاره یې د پاکستان له صدر اعظم سره په نویو لارو چارو خبرې وکړې.

حامد کرزي وویل، چې د دغو خبرو د لا موثریت لپاره به د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته یو سفر هم ولري:

"موږ د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان په رول مفصلې خبرې وکړې، ټاکل شوې د سولې د عالي شورا مشر پاکستان ته یو سفر هم ولري.

د دې سفر هدف دا دی چې په کابل کې اوسنې شوې خبرې او نور مسایل تعقیب شي.

موږ هیله من یو چې دغه هڅې دواړو هېوادونو ته په زړه پورې نتیجې ولري."


ښاغلی کرزي وویل، چې د پاکستان له صدر اعظم سره یې په اقتصادي همکاریو او د افغانستان په سرحدي سیمو د راکټي حملو په اړه هم خبرې وکړې خو زیات جزیات یې ورنه کړل.

د پاکستان صدر اعظم راجا پرویز اشرف هم د پاکستان او افغانستان په وروګلوۍ ټینګار وکړ او په واضح ډول یې وویل، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې او امنیت لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي اشرف وویل، چې پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کوونکي رول لوبولی شي او زیاته یې کړه چې د دې هدف لپاره به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي:

"پاکستان د اسانتیاوو د رامنځ ته کوونکي رول لوبولی شي او موږ به خپل دغه رول ته دوام ورکړو.

پاکستان کولای شي چې د بېلابېلو لارو څخه سولې او ثبات ته اسانتیا برابره کړي او مونږ به دغه کار وکړو.

ما مخکې هم خپل ورو حامد کرزي ته ډاډ ورکړ، چې موږ به ډیر خوشحاله یو که د افغانستان د ستونزې په هواري کې مرسته وکړو، ترڅو په افغانستان کې سوله او ثبات راشي."


د پاکستان صدر اعظم هغه اوازې هم په کلکه رد کړې چې ګواکې دغه هیواد له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.

نوموړي وویل، چې تروریزم د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دی او دواړو هېوادونه یې باید په وړاندې مبارزه وکړي.

د پاکستان صدر اعظم وویل چې ملکي حکومت، پوځ او استخبارات یې یو هدف تعقیبوي چې هغه له ترویزم سره مبارزه ده.

پاکستان له دې وړاندې هم له ترویزم سره د مبارزې او په افغانستان کې دسولې د ټیګښت ژمنې کړي دي خو تراوسه یې دغه ژمنې کومه ښکاره لاسته راوړنه نه لري.

افغان حکومتي چارواکو تل ویلي چې وسلوال مخالفین یې د ډیورنډ له کرښې آخوا خوندي مرکزونه لري او د پاکستان د استخباراتي او پوځي کړیو له ملاتړ څخه برخمن دي.
XS
SM
MD
LG